د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه اندېښنې


ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه هم د انتخاباتو لپاره بودجه په رسمي توګه نه ده ترلاسه کړې.

ولسمشریزو انتخاباتو ته شااوخوا دوه میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د دغو انتخاباتو بودجه تراوسه په رسمي توګه نه ده ورکړل شوې.

خو دغه کمېسیون د میزان د میاشتې انتخاباتو ته د تیاریانو خبرې کوي او وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د رأیو وروکوونکو نوملړ اعلان شي.

د دغه کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات وايي: نړیوالې ټولنې هم ژمنه کړې چې ځانګړې شوې بودجه به کمېسیون ته ورکړې، خو تر اوسه په رسمي توګه موږ ته نه ده رسېدلې، خو په ورکړه کې ېې ستونزه نه شته، یوازې پر تخنیکي بهیر یې کار کېږي، ډېر ژر به زموږ په اختیار کې راکړل شي.

د سولې خبرو او د انتخاباتو ترسره کېدو د ولسمشریزو انتخاباتو یو شمېر کاندیدان شکمن کړي دي.

د حزب اسلامي د رسنیو د دفتر غړی فضل غني وايي، تر هغې چې د دغه بهیر د شفافیت په اړه ډاډمن نه شي، له دغه بهیر سره مرسته کول مخکې له وخته دي.

ده زیاته کړه: کاندیدان او ګوندونه د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښمن دي او تر هغې چې دغه اندېښنې لېرې نه شي او تضمین ورنه کړل شي، مخکې له وخته به وي چې له دغه بهیر سره همکاري وشي، ځکه دغه پروسه شفافه نه ده، د کمېسیون اقدامات یواړخیز دي، د کمېسیون د استقلالیت په صورت کې هرې همکارۍ ته تیار یوو او څارنه به یې وکړو.

سربېره پر دې، ولسمشریزو انتخاباتو ته خپلواک کاندید شهاب حکیمي یادو انتخاباتو ته د کاندیدانو د شورا په استازیتوب وايي، ناامني، د انتخاباتو بهیر ته د حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د بودجې نه ورکول او ولسمشریزو انتخاباتو ته د کمېسیون پر ارادې د شکونو شتون کاندیدان اندېښمن کړي دي.

ده وویل: تر اوسه هېڅ چا خپل څارونکی نه دی ورپېژندلی او نه څوک اراده لري او نه جرأت کوي چې په دغسې فضا کې په صندقونو کې رأیې واچوي، د امنیت ترڅنګ په دغه بهیر کې پر درغلیو هم اندېښمن یوو، له دې امله څوک حاضر نه دي چې خپل څارونکی ور معرفي کړي.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه هم د انتخاباتو په تړاو د نړیوالې ټولنې ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ولسشمریزو انتخاباتو ته د نړیوالې ټولنې نه لېوالتیا د انتخاباتو د کولو په برخه کې د ګډوډیو لامل شوې ده.

XS
SM
MD
LG