د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

افغان ولسمشر په کابل کې د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اداري کمپلکس د بنسټ د ډبرې د کېښودو په مراسمو کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اداري کمپلکس د بنسټ د ډبرې د کېښودو په مراسمو کې

افغان ولسمشر د کابل ښار د لوېدیځ په دارلامان سیمه کې د اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ویشلو اداري واحدونو او نا بشپړو دولتي ادارو د حکومتوالۍ په وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په دارلامان سیمه کې د اداري کمپلکس د بنسټ د ډبرې له کېښودو وروسته په دې اړه ارګ کې یوې غونډې ته وویل چې دغه کمپلکس به د اداري ودانیو ستونزې راکمې کړي.

ده وویل: دونیم کاله مو له شرکت سره په دې کار وکړ چې څه باید چېرته وي، په پایله کې د کابل د راتلونکي لپاره په شپږو جلدونو کې یو واضح لیدلوری رامنځته شو چې ان شاالله راتلونکي څلورسوه کاله به کابل ته جهت ورکړي، د دغه کمپلکس د هر یو تعمیر ډیزاین له یو نه تر دونیمو کلونو وخت نیولی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې دغه کمپلکس د کابل ښار لوېدیځ د دارلامان په سیمه کې په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړېږي.

د دغه وزارت سرپرست جواد پیکار په جوړشویو مراسمو کې وویل چې یاد کمپلکس په دوو پړاونو کې جوړېږي چې د۲۷ دولتي واحدونو د ادارو ودانۍ جوړل په کې شامل دي.

دی زیاتوي: د دارلامان کمپلکس په دوو پړاونو کې د ۲۷ دولتي ادارو لپاره جوړېږي چې په لومړۍ مرحله کې ۱۳ دولتي ادارې او په دوهم پړاو کې ۱۴ دولتي ادارې شاملې دي، د دولتي ادارو ډیزاین او ساختمان د مهندسۍ په لوړ معیار د نړیوال معتبر شرکت له لوري جوړېږي.

ښاغلی پیکار زیاتوي چې په لومړي پړاو کارونو کې یې د مالیې، ښارجوړونې، کانونو، ټرانسپورټ او اقتصاد وزارتونو، ستره محکمې، مرکزي بانک، پښتني بانک، افغان ملي بانک، د تدارکاتو ملي ادارې، له پېښو سره د مبارزې ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ودانۍ شاملې دي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په کابل کې په بېلابېلو ځایونو کې د دولتي ادارو موقعیت، په ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې او دغه شان خلکو ته د اداري چارو د ترسره کولو په هدف د یوه ځانګړي ادارس د نه شتون ستونزې جوړې کړې وې.

دا چې عام خلک په دې اړه څه وايي، له دوی به یې واورو:

"ډیوه یم د کابل ښار اوسېدونکې، په دغه کمپلکس سره به کابل ښار ښاسته او عصري بڼه خپله کړي، خلکو ته به منظم دولتي ادرس پیدا شي."

"امید حسرت یم، له نورو ښیګڼو سره په خوا کې به په کابل ښار کې ټرافیکي ستونزه هم راکمه شي."

خو حکومتي چارواکو دا ونه ویل چې دغه کمپلکس به په څومره وخت کې جوړ شي.

حکومت دغه اقدام داسې مهال کوي چې دا وخت په کابل ښار کې یو شمېر دولتي ادارې په کرایه ځایونو کې فعالیت لري او د اړوندو ادارو زیاته برخه بودجه د دفترونو په کرایو لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG