د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۶

دفاع وزارت جنرال دوستم ته: د نظامي عملیاتو کار د افغان ځواکونو دنده ده

د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ
د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

د افغانستان دفاع وزارت د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال حضور ته په غبرګون کې وايي، د هېواد ساتنه او پوځي عملیات د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده.

له هغې وروسته چې د ملي جنبش د ګوند یوه ویاند په جوزجان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د موجودیت خبر ورکړ، دفاع وزارت یې په غبروګون کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د پوځي عملیاتو دنده پر غاړه لري.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو د هېواد ټول امنیتي وضعیت تر څارنې لاندې نیولی او د مخالفینو پر ځپلو بوخت دي.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ او امنیت شورا د هېواد د شمالي سیمو له امنیتي وضعیت سره سیاسي برخورد کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند په دې اړه ښاغلي دوستم ته ډاډ ورکوي او وایي: موږ د ولسمشر لومړي مرستیال او د ټولو شمالي ولایتونو ولسونو ته ډاډ ورکوو چې د یوې منظمې تګلارې له مخې د اړوندو اداراتو سره په همغږۍ د دې هېواد له خاورې ساتنه کوو او موږ د منظمو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی لرو.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم

​دا په داسې حال کې ده چې جنرال عبدالرشید دوستم د تېرې پنجشنبې په ورځ د جوزجان ولایت په فیض اباد او خانقاه ولسوالیو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې راڅرګند شو.

که څه هم د جنرال دوستم راڅرګندېدل په پوځي عملیاتو کې کومه نوې خبره نه ده، نوموړي له دې وړاندې هم په یو شمېر پوځي عملیاتو کې ونډه اخیستې وه، خو دا ځل د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیراحمد ته ینج داسې وايي: د اجازې او نه اجازې خبره نه ده، کله چې تاسو د ځان، ملت او هېواد لپاره د خطر احساس کوئ، نو معلومه خبره ده چې د دې ټولو د ساتنې لپاره به لاس په کار کېږي.

د ملي جنبش ګوند ویاند همداراز وايي، امنیتي ګواښونه د هېواد په شمال کې مخ پر زیاتېدو دي او امنیتي ځواکونه باید د خپل مسؤلیت پر اساس خپلې دندې پرمخ یوسې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG