د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د بریالیتوب نمرې د سېکس په بدل کې!


آرشیف
آرشیف

ایا د تحصیل په دوران کې د استاد له خوا له جنسي غوښتنې سره مخ شوي یاست؟

د کابل پوهنتون د یوې محصلې خبرې چې د دغه پوهنتون د یوه استاد له خولې یې بیانوي.

زبیده (مستعار نوم) چې د کابل پوهنتون یوه محصله ده، وايي چې ډیر ځله د یوه استاد له خبرو او جنسي کتو سره مخ شوې او همدا شان څو ځلې د استاد له خوا دفتر ته وربلل شوې ده.

زبیده وايي، دغه استاد ورته ویلي چې که دده دفتر ته ورشي، په ازموینه کې به یې سپینې پاڼې ته هم سل نمرې ورکړي.

دې وویل:

په دوهم سمستر کې چې پوهه شوم چې استاد مو ښه اخلاق نه لري، دفتر ته یې نه ورتللو، تل به یې ویل چې دفتر ته یې ورشم، خو کله چې ور نه غلم، ۵ چانسونه یې راکړل، یوه استاد چې محصل یې د اولاد په څېر دی، وايي چې ته څومره ښکلې يې، لاړه شه شکرانه لمونځ وکړه، یوه ورځ چې د هغه دفتر ته لاړم، کمپیوټر یې روښانه و، له یوې ایرانۍ ښځې سره چې کالي یې په ځان کې نه وو، تصویري خبرې کولې، بیا یې ماته وښوده چې زه داسې ملګرې لرم.

له ښځینه محصلانو نه د استادانو جنسي غوښتنې یوازې په کابل پوهنتون کې نه، بلکې د برهان الدین رباني او په ځینو نورو خصوصي پوهنتونونو کې هم شته او دغه ادعاګانې نجونو محصلانو له ازادي راډیو سره شریکې کړي دي.

مریم بله محصله چې وايي، خور ېې د یوه استاد د غیر اخلاقي غوښتنو له امله، د کورنۍ له خوا د تحصیل له حقه بې برخې شوې ده.

دا وايي، نه چې خپله دا هم له ورته برخه لیک سره مخ شي.

دې وویل: استاد ورته ویلي وو چې نمره دې راکړه، یعنې د امتحان په پارچه یې ولیکه، خور مې وویل، استاد ورته ویلي وو چې که یوازې یې دفتر ته ورشې، ستا نه امتحان هلته اخلم او پوره نمرې درکوم، کله چې یې دا خبرې ونه منلې، خپل چانس او پوهنتون یې خوشې کړ.

زهرا بله محصله چې د استاد دفتر ته یې د تګ غوښتنه رد کړې، د امتحان د دوو سمسترونو توپیر داسې بیانوي: کله چې به ټولګي ته راته، هر څوک به ېې چې خوښېده، ورته به یې ویل، هر کله چې مو کار درلود، ډیپارټمنت ته مې راشه، ما په لومړي سمستر کې سل نمرې وړې وې، خو په دوهم سمستر کې چې ما د هغه خبرې ونه منلې او ده چې څه غوښتل او ترلاسه یې نه کړل، ماته یې چانس راکړ.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او ځینو استادانو دغه ادعاګانې رد کړي خو د دغو تورونو په تړاو د استادانو نظر یو شان نه دی، ځیني دغه خبرې مني او ځیني یې درواغ ګڼي.

د کابل پوهنتون استاده شازیه افغان له دغو مواردو سره موافقه نه ده او وایي: زه له دغه حالت سره مخ شوې نه یم چې نارینه استاد دې له محصلې سره غیر اخلاقي چلند کړی وي، او نجونو هم تراوسه داسې شکایت نه دی کړی.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد فیض الله جلال دغه موارد یوه شایعه ګڼي او وايي: هېڅ کله له داسې مورد سره مخ شوی نه دی.

ده وویل: زه له ۳۳ کالو راهیسې په کابل پوهنتون کې تدریس کوم، په دې موده کې له داسې مورد سره نه یم مخ شوی، خو په خواشینۍ سره چې اورېدلي مې دي، څوک چې ادعا کوي، باید رسمي شکایت وکړي چې مخه یې ونیول شي.

استاد سید مسعود بیا وايي، په کابل پوهنتون کې د داسې استادانو شتون نه ردوي:

ده زیاته کړه: زه له دغې مسئلې سره موافق یم، یو شمیر استادان چې حتی عمر یې ډېر هم دی، شته چې دغه اکاډمیکه فضا په ناوړه بدله کړي او کوم باور چې د خلکو له خوا پر پوهنتونونو شته، له منځه یې یوسي.

که څه هم مخکې له دې په مرکز او ولایتونو کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان د اخلاقي فساد په تور نیول شوي، خو د استادانو دغه شان کړنې له نجونو محصلانو سره د اندېښنو په بڼه پاتې دي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو د وزارت ویاند فیصل امین له ازادي رادیو سره په خبرو کې له نجونو محصلانو وغوښتل چې دا شان قضیې دې ورسره شریکې کړي چې رسېدنه ورته وشي.

دی وایي: پرته له شکه چې دغه وزارت د داشان مسایلو د مخنیوی لپاره جدي دی، که داسې قضیې وي، پر وړاندې ېې عاجل اقدام کېږي، خو دغه وزارت له ګرانو محصلانو غواړي چې دا ډول ستونزې له وزارت سره شریکې او ځانګړې کړي، کوم استاد له کوم ډیپارټمنت دی چې رسېدنه ورته وشي.

د ټامسن رویټرز د بنسټ د نظر پوښتنې په اساس، افغانستان تېرکال په ۱۹۳ هېوادونو کې د ښځو لپاره خطرناک هېواد وپیژندل شو.

په ورته وخت کې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون د حکومت په لویو ادارو کې د کار په بدل کې له ښځو د جنسي غوښتنو خبرونه خپاره شول چې د ښځو د ملاتړو او بشري حقونو د بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه تورونه تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG