د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د ولسمشر له اجازې پرته د جګړې کرښې ته د عبدالرشید دوستم تګ


د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر او د ملي امنیت شورا له اجازې پرته په جوزجان ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې برخه اخيستې.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم چې له اوږدې مودې راهیسې په حکومتي ناستو کې ګډون نه کوي، د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره جوزجان ولایت ته تللی دی.

ښاغلي دوستم ته نږدې کسان وايي، نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د قوش تپې د ولسوالۍ له سقوط وروسته د جوزجان ولایت امنیتي وضعیت ترینګلی شو.

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال د اقچې، خانقا او فیض اباد ولسوالیو په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره جوزجان ولایت ته تللی دی.

ښاغلي دوستم له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې هم د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په عملیاتو کې ګډون کړی و چې د ده په خبره، دغه کار یې د ولسمشر او د ملي امنیت شورا په مشورې سره کړی و.

خو لیدل کېږي چې دا ځل ښاغلي دوستم د ولسمشر اجازې ته اړتیا نه ده لېدلې.

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم
د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم

ښاغلی ته ینج په دې اړه وايي: په هغو سیمو کې چې د نوموړي د حضور اړتیا ته په کتو لازم نه وو چې له چا نه اجازه واخیستل شي، له بده مرغه چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د امنیت شورا د افغانستان شمال ته لازمه پاملرنه نه کوي، زموږ تصور دا دی چې د افغانستان شمال او شمال ختیځ سره سیاسي برخورد کېږي.

د ښاغلي ته ینج په خبره، د خانقا او فیض اباد ولسوالیو لور ته د ښاغلي دوستم د تګ پر مهال د هغه کاروان له یوه کمین سره مخ شو، خو ښاغلي دوستم ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د ملي جنبش ګوند ویاند وايي، د اړتیا پر مهال به ښاغلی دوستم بیا هم خپلو شته امکاناتو ته په پام سره په داشان عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د روحیې ورکولو په هدف ګډون وکړي.

که څه هم د ازادي راډیو اړیکه د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت شورا سره ټینګه شوه، خو هغوی په دې اړه څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د قانون له مخې په داسې اقداماتو کې د ولسمشر مرستیالان مکلف دي چې له ولسمشره اجازه واخلي.

حقوق پوه سبحان مصباح وايي: د ولسمشر مرستیال يوازې له ولسمشر سره همکاري کوي، د ولسمشر دواړه مرستیالان ذاتي صلاحیتونه نه لري، يوازې تفویضي صلاحیت لري، صلاحیت په هغه صورت کې لري چې ولسمشر نه وي، استعفا وکړي، په ناروغۍ اخته شي او يا هم ولسمشر وفات شي، په داسې حالاتو کې د ولسمشر مرستیالان د درېیو میاشتو لپاره ذاتي صلاحیت لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال په داسې حال کې په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي چې په نوموړي د جوزجان پر پخواني والي او د ده د سیاسي مخالف احمد ایشچي د جنسي ځورونې تور دی چې تر يو بریده یې جنرال دوستم منزوی کړی دی.

خو له دې ټولو سره سره بشیر احمد ته ینج وايي، ښاغلی دوستم به د ملي يووالي حکومت تر پایه پورې د ولسمشر لومړی مرستیال پاتې کېږي او ټاکل شوې چې په لنډ وخت کې له جوزجانه کابل ته راشي.

XS
SM
MD
LG