د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

د افغانستان په کرکټ بورډ کې ځيني مسؤلین مجازات شول


ارشیف، د افغانستان د کرکټ بورډ د ناستې یو انځور
ارشیف، د افغانستان د کرکټ بورډ د ناستې یو انځور

په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو په هدف د دغې ادارې يو شمېر مسؤلین مجازات شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د کرکټ بورډ د پخواني اجرائیه رئیس اسدالله خان د لېرې کېدو او د غوراوي کمېټې پر پخواني مشر دولت احمدزي او د ملي لوبډلې پر منیجر نوید صایم د يو کلن بندیز اعلان وکړ.

دغه پرېکړې په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پرله پسې ۹ ماتو او د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کرکټ بورډ په اداره کې د اصلاحاتو له غوښتنې وروسته کېږي.

له دې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ عالي بورډ د يادو درېیو کسانو دندې ځنډولې وې او په دې اړه يې د څېړنو خبره کړې وه.

په همدې موده کې د کرکټ عالي بورډ غړو د کرکټ بورډ د اجرائیه بست لپاره له څو تنو نوماندانو ازموینه واخیسته چې په پایله کې یې د دغې ادارې د رسنیو او بازار موندنې د برخې پخوانی مسؤل لطف الله ستانکزی بریالی اعلان شو.

د همدغو اصلاحاتو په لړ کې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې راشد خان د (ټېسټ، يو ورځينو او شل اوریزو) سیالیو لپاره نوی لوبډلمشر وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د مشرتابه دغو پرېکړو په ټولنیزو رسنیو کې يو لړ غبرګونونه هم راپارولي او په دې تړاو بېلابېلې تبصرې کېږي چې ځینې دغه پرېکړې د کرکټ په زیان او ځینې یې بیا په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG