یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د بادغیس په مرکز قلعه نو کې په نننۍ حمله کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا چې وژل شوي ټول نظامي دي او په ټپیانو کې لس تنه ملکیان او ۱۶ نور یې نظامیان دي.
د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د بادغیس والي وایي چې ۴تنه ځانمرګي بریدګر قلعه نو ښار ته ننوتي چې دوه یې وژل شوي، یو تن یې نیول شوی او یو تن بل یې اوس هم له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دی.
د والي عبدالغفور ملکزي په خبره چې بریدګرو نیت درلود چې په ده برید وکړي.
نوموړی وایي چې بریدګر لومړی د ښار په یوه هوټل کې ځای پرځای او له افغان ځواکونو سره یې په نښتو پیل وکړ.
دده په خبره چې په دې نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
بل خوا د قلعه نو د روغتون مشر ډاکتر عبدالطیف روستایي ازادي راډيو ته وویل چې د یوه افسر په ګډون د درېیو تنو مړي روغتون ته وروړل شوي دي.
دی وایي چې په دغه پېښه کې د ۱۰ پولیسو او ۶ ملکیانو په ګډون لس نور چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ټپیان شوي دي.
د دغې پېښې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ته یو شمېر وسله وال بریدګر ننوتي او له افغان ځواکونو سره یې وسله واله نښته پیل کړې ده.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ ازادي راډيو ته وویل چې دغه نښته نن غرمه مهال شااوخوا ۱۲نیمې بجې رامنځته شوه چې په خبره یې، تر اوسه د بریدګرو شمېر معلوم نه دی خو دوه تنه یې لیدل شوي دي.
دی وایي چې په دغه پېښه کې تر اوسه درې پولیس وژل شوي دي.
عیني شاهدان وایي چې بریدګر د قلعه نو ښار په یوه هوټل کې ځای پرځای شوي او له هغه ځایه پر افغان ځواکونو ډزې کوي
د دوی له ډلې ناصر اماني ازادي راډيو ته وویل چې د قلعه نو ښار خلک په وېره کې دي او دوکاندارانو د نښتو له وېرې خپل دوکانونه سرخلاصي پریښي او له سیمې تښتېدلي دي.
ده وویل چې تر اوسه د یوه افسر په ګډون ۴ افغان پولیس وژل شوي او نښته لا هم روانه ده.
بل خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغې پېښې مسؤلیت منلی او وایي چې یو شمېر وسله وال یې د قلعه نو ښار ته ننوتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د یو شمېر ځایي مدني فعالانو او د ولایتي شورا د غړو په ګډون ځينو خلکو د بادغیس د والي پرضد لاریون کړی و او له افغان ولسمشره یې دده د لېرې کېدو غوښتنه کوله.
دوی همداشان پر والي تور پورې کاوه چې له ورتګ سره یې اداري فساد او امنیتي ستونزې ډېرې شوي او د بادغیس ۹۰ په سلو کې جغرافیه د طالبانو لاسته ورغلې ده.