د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

د امریکا دفاع وزارت: ترکیې ته د ایف ۳۵ الوتکو په اړه د امريکا دریځ نه دی بدل شوی


د ایف ۳۵ الوتکې یو انځور
د ایف ۳۵ الوتکې یو انځور

د امريکا سرپرست دفاع وزیر وايي، ترکیې ته د ایف ۳۵ الوتکو پلورلو په اړه د امريکا دریځ تغییر نه دی کړی.

د امريکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د ترکيې له خوا د ایس ۴۰۰ توغندیو دفاعي سېستم له تر لاسه کولو خبر دي، خو د ایف ۳۵ جنګي الوتکو په اړه د امريکا دریځ نه دی بدل شوی.

ترکیې د جمعې په ورځ د روسي میزائیلو پرمختللی دفاعي سېستم تر لاسه کول پیل کړل.

له دې سره خطر رامنځته شوی چې امريکا ښايي پر خپل ناټو متحد هېواد ترکیه بندیز ولګوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر مارک ایسپر په واشنګټن کې د ازبکستان له دفاع وزیر باخودر قربانوف سره د لیدو پر مهال په دې اړه داسې وویل: موږ خبر یوو چې ترکیې د S-400 سېستم تر لاسه کړی، د F-35 جنګي الوتکو په اړه زموږ دریځ نه دی تغییر شوی او زه به له خپل ترکي سیال د دفاع وزیر هولوسي اکار سره خبرې هم وکړم، له دې خبرو وروسته به معلومات شریک شي.

د اېس څلور سوه دفاعي سېستم لومړۍ برخې د انقرې یوې نظامي اډې ته انتقال شوې، دا خبره د ترکیې دفاع وزارت وکړه.

له دې اقدام سره د ترکيې او روسیې تر منځ د دې دفاعي سېستم په برخه کې توافق نور هم پوخ شو.

دا هغه څه دي چې واشنګټن يې له مياشتو راهيسې د مخنيوي هڅه کوي.

امريکا پر انقره د بنديزونو تهدید کړی دی او ویلي يې دي چې روسیې نظامي تجهیزات د ناټو له سېستم سره سر نه خوري او که ترکیه له روسیې څخه دفاعي سېستم وپیري، امریکا به یې د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروګرامه وباسي.

ترکیه وایي، دا سېستم یې د ستراتيژيکې دفاع لپاره ډېر مهم دی، په ځانګړې توګه له سوريې او عراق سره د جنوبي پولې ساتلو په برخه کې. دا هېواد وايي چې کله يې چې له روسیې سره د S-400 دفاعي سېستم پيرلو توافق وکړ، اروپا او امریکا هېڅ بدیل نه درلود.

تېره مياشت د شلو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر لیدو وروسته وويل چې امريکا پر ترکیه د اېس څلور سوه دفاعيي سېستم پیرلو په خاطر د بنديزونو پلان نه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

خو واشنګټن سر له اوسه له ایف پنځه دېرش جنګي الوتکو له پروګرامه د ترکيې د ایستلو پروسه پیل کړې ده او په امريکا کې يې د دغو الوتکو لپاره د ترکي پيلوټانو د روزلو پروګرام ځنډولی دی.

انقره غواړي، سل دانې (ایف ۳۵) جنګي الوتکې له امریکا څخه د خپلې نظامي استفادې لپاره وپیري.

د اېس څلور سوه توغندیو د دفاعي سېستم پر سر د اختلافاتو تر څنګ انقره او واشنګټن په سوريه کې د ستراتيژۍ پر سر هم اختلافات لري، چېرته چې امريکا له کرد ځواکونو سره اتحاد لري او ترکیه هغوی ته د دښمن په سترګه ګوري.

په ترکیه کې د امريکا د کونسلګرۍ د کارکوونکي توقیف او د ایران پر موضوع اختلافاتو هم د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی دی.

ترکيه له ډېرې مودې راهيسې له امريکا غواړي چې هغه مذهبي مشر دې ترکیې ته په لاس ورکړي چې انقره تور پورې کوې چې په دې هېواد کې يې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ناکامې کودتا کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG