د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کرکټر راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فصلي نن د جمعې په ورځ د یوه خبري ناستې په ترڅ کې راشدخان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درېیو فارمټونو «ټېسټ، یو ورځنیو او ۲۰ اووریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

راشد خان د کرکټ بورډ له مشرتابه او غوراوي کمېټې نه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ او نوموړی یې لوبډل‌مشر وټاکه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې کوښښ به کوي د افغانستان د سرلوړۍ او بریا لپاره تر خپلې وسې هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډل‌مشر اصغرافغان د نوموړي سره د مرستیال لوبډل‌مشر په توګه ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG