د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۹

د بوسنیا په «پوتوڅاري» کې د موندل شويو مړیو د جنازې مراسم ترسره شول


د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه چې د سربرنیڅا د ګڼې وژنې کلیزه وه د پخوانۍ یوګوسلاویا د ۱۹۹۵ میلادي کال د کورنۍ جګړې د قربانیانو د کورنیو ویر یوځل بیا تازه شو؛ زرګونه کسانو په پوتوڅاري ښار کې د ګڼې وژنې د قربانیانو په یو نوي موندل شوي ډله‌ییز قبر کې د ۳۳ مړو د جنازې لمونځ ادا کړ.

د جنازې په دې مراسمو کې سیلمیر سولیڅ «Selmir Sulic» چې د سربرنیڅا له قتل عامه ژوندی پاتې دی هم حاضر و.

سولیڅ په لنډو خبرو کې خپل اوږد درد بیان کړ: "نه پوهېږم د دې قتل عام د قربانیانو په اړه څه ووایم خو نن د دې احساس زغم یوڅه اسانه دی ځکه اوس پوهېږم چې زما د پلار قبر چېرته دی او د دعا لپاره باید کوم ځای ته ولاړ شم او پوهېږم چې هډونه یې چېرته ښخ دي، خو چې رښتیا شي دا حس د تشریح وړ نه دی. دا داسې یو غم دی چې تر غمونو لوړ دی؛ لکه غم چې له درد سره یوځای شي."

د بوسنیا سرب پوځ په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په سربرنیڅا کې له اتو زرو زیات نارینه او هلکان په ډله‌ییز ډول ووژل.

د سربرنیڅا قتل عام چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو ستر ناورین بلل کېږي، ملګروملتونو نسلي وژنه یا جینوسایډ بللی او یو شمېر عاملانو ته یې د جنګي جرایمو نړیوالې محکمې سزا هم ورکړې.

د دې ګڼې وژنې پرمهال د نژدې زرو کسانو پته تراوسه ورکه ده.

اکثر قربانیان په یوه ځنګله کې له محاصره شوي سربرنیڅا ښار څخه د ملکي وګړو د تېښتې په لاره کې په کمینونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي.

دا کسان یا ځای پرځای وژل شوي او یا هم د تجمع کمپونو ته لېږدول شوي، وژل شوي او بیا په ډله ییزو قبرونو کې ښخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG