د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو


راشد خان
راشد خان

راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې د درېیو فارمټونو لپاره نوی لوبډلمشر مشر وټاکل شو، خو پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نائب اعتراض لري.

په نړیوال جام کې له پرله‌پسې ماتو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ ګلبدین نائب له لوبډل‌مشرۍ لېرې او پرځای یې راشد خان د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکه.

دغه پرېکړه د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي د جمعې په ورځ د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې راشد خان به دغه مسؤلیت په ښه توګه پرمخ وړي.

دی وايي:"دی يو ځوان دی، يو نوم دی، يو استعداد دی او ټولو افغانانو ته د قدر وړ لوبغاړی دی، نو نن موږ تاسو ته رسماً اعلانوو چې راشد سر له نننه د ملي لوبډلې د درېیواړو فارمټونو لوبډلمشر دی او دی به افغانستان د ملي لوبډلې رهبري کوي."

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي او راشد ارمان
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي او راشد ارمان

د لوبډلمشر په توګه د راشد خان له اعلانېدو وړاندې په رسنیو کې ځینې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې اصغر افغان بېرته د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی، خو د کرکټ بورډ مسؤلینو نوموړی د راشد خان سره د ملي لوبډلې د مرستیال لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

اصغر افغان له نړیوال جام سیالیو وړاندې په ناڅاپي ډول د افغانستان د کرکټ بورډ د مشرتابه له‌خوا له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې ګلبدین نائب د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو چې د کرکټ بورډ دغه پرېکړه له سختو نیوکو سره مخ شوه او افغان لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې ټولې نهه واړې سیالۍ بایلودې.

پخواني لوبډلمشر ګلبدین نائب په نړیوال جام سیالیو کې د کرکټ ملي لوبډلې د ماتو مسؤلیت په هغو تجربه لرونکو لوبغاړو واچوه چې د ده په خبره په نړیوال سیالیو کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا نه‌کړ.

راشد خان په اوسني وخت کې د ملي لوبډلمشري د ځان لپاره له ننګونو ډک کار وباله، خو ډاډ یې ورکړ چې په پوره توان سره به هڅه کوي چې د ولس د هیلو سره سمه لوبډله رهبري او په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان نوم وځلوي.

دی وايي: "په ځانګړې توګه په‌دغو ورځو کې چې نن سبا زموږ د کرکټ حالات دي، زما لپاره لوبډلمشري يوه ننګونه ده، زه ځوان لوبغاړی یم زما درې کاله کېږي له لوبډلې سره یم، لوبډلمشري ماته اسانه خبره نه‌ده، په هر صورت لوبډله کې هېڅ ستونزه نشته ټول په اتفاق دي او د ټولو هدف همدا دی چې د افغانستان لپاره ولوبېږو او ویاړونه ورته راوړو."

خو د راشد له دغو خبرو څو شېبې وروسته پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نائب د اعتراض په ډول د رسنیو لور ته راغی او غوښتل یې چې يو لړ مسایل له رسنیو سره شریک کړي چې د کرکټ بورډ مسؤلینو په زوره د هغه مخه ونیوله او نوموړي ته یې له رسنیو د خبرو کولو اجازه ور نه‌کړه.

د ورزش د برخې يو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان په کرکټ بورډ کې روان وضعیت، په لوبډله کې ډلې او ډل‌بازۍ او د کرکټ بورډ په چارو کې سیاسي مداخلې د افغانستان د کرکټ د تباهۍ په مانا بولي او له افغان حکومت نه غواړي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG