د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

غني: د کېمياوي نشه‌يي موادو استعمال ډېر شوی او نړيواله ټولنه دې يې مخه ونيسي


ارشیف، ولسمشر غني
ارشیف، ولسمشر غني

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې د نشه‌يي بوټو په پرتله د کیمیاوي نشه‌يي موادو قاچاق او استعمال څو برابره ډېر شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د چهارشنبې په ورځ يې د اروپايي ټولنې له فساد سره د مبارزې په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې، په نړۍ او ځانګړي توګه افغانستان کې یې د کیمیاوي نشه‌يي موادو د ډېروالي خبر ورکړ او له هر ډول نشه‌يي موادو سره مبارزه یې د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت وباله.

دی وايي: "یو شی چې ډېر مهم دی او باید همدا اوس پام ورته وشي، هغه د کوکنارو موضوع ده. د نشه‌يي موادو موضوع تغییر کړی، اوس یوازې د کوکنارو او هیروئینو موضوع مطرح نه‌ده، بلکې د امفیتامینو او کرسټالو موضوع هم مهمه شوې ده. اوس وضعیت تغییر کړی دی، ان دا چې افغانان له دې بلا څخه هم خوندي نه‌دي. سره له دې چې افغانانو فکر کاوه دوی خوندي دي."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې نړیوالې ټولنې ټول پام نشه‌يي بوټو ته اړولی او دا يې هېر کړي چې د کیمیاوي نشه‌يي موادو تولید او استعمال ورځ په ورځ ډېرېږي.

ښاغلي غني له نړیوالي ټولنې دا هم وغوښتل چې د نشه‌يي موادو له قاچاقو او خرڅلاو سره په ګډه مبارزه وکړي.

د نشه يي موادو کارپوه عباس فراسو وايي، که څه هم چې له نشه‌يي بوټو څخه د داخلي تولید په توګه کار اخېستل کېږي، خو افغانستان ته له بهره هم د کیمیاوي نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی او د افغانانو روغتیا ته يو جدي ګواښ دی.

دی وايي: "اوس افغانستان ته د ځینو ګاونډیو هېوادونو له‌خوا د هغو کېمياوي موادو قاچاق ډېر شوی چې په نشه‌يي موادو کې کار ځنې اخېستل کېږي. زما په فکر څو چې په افغانستان کې کوکنار کرل کېږي، د تریاکو تولید به هم د هرې ورځې په تېرېدلو سره ډېرېږي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه به ونیسي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د کېمیاوي نشه‌يي موادو کارول، د دې لامل شوی چې د نشه‌يي بوټو استعمال کم او بیه یې هم را ټیټه شي.

ښاغلی فراسو له افغان حکومته غواړي چې له ګاونډیو هېوادونو سره په هم‌غږۍ افغانستان ته د کېمیاوي نشه‌يي موادو او پري کرسرونو د قاچاقو مخه ونیسي چې په دې سره به د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید کچه هم را ټیټه شي.

راپور: مرسلین ارسلا

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG