د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

لطف‌الله ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شو


لطف‌الله ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرائیوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د اعلامیې پر بنسټ دې څوکۍ ته ۱۷ کسانو غوښتن‌لیکونه سپارلي وو چې له ډلې یې ۱۱ کسان د کاري مرکې لپاره غوره شوي وو او بالاخره د چهارشنبې په ورځ د دوی له‌منځه لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ غړیو د نوي اجرائیوي رئیس په توګه غوره کړ.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي ټيم لوبغاړی افتاب علم یې د یوه کال لپاره له هر ډول لوبو منع کړی دی.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افتاب علم د کرکټ د ۲۰۱۹میلادي کال د نړیوال جام د سیالیو پرمهال د کرکټ له قانونه سرغړونه کړې او ډسپلین یې نه‌دی مراعت کړی.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې همدا شان د یو کال لپاره له افتاب علم سره د کرکټ بورډ قراداد هم ځنډول شوی دی.

پر ښاغلي علم تور دی چې د کرکټ په نړیوال جام کې یې د کرکټ د ډسپلین له قوانینو سرغړونه کړې له همدې امله د کرکټ د نړیوالې شورا له‌خوا د نړیوال جام له وروستیو درېیو سیالیو هم وایستل شو.

خو افتاب علم تېره شپه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د يوه کال لپاره د ده پر لوبو بنديز ورته د منلو وړ نه‌دى او دا پرېکړه د ده په خبره د شخصي عُقدې پر بنسټ شوې ده.

XS
SM
MD
LG