د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۴

د اوکراين ولسمشر د «بوريس پيل» د محلي شورا منشي له جلسې اخراج کړ


د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي

د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي د کيف د بوريس پيل سيمې د محلي شورا منشي، د جرمي سابقې لرلو او په کار کې د نه مؤثريت له کبله له جلسې اخراج کړ.

پرون چهارشنبه دغه صحنه له ټلويزيونونو په ژوندۍ بڼه خپرېدله.

ولسمشر ولادیمير زلنسکي وويل: "وواياست چې واقعيت لري که نه؟ وبه ګورو. د بوريس پيل ښاري شورا يو منشي چې مخکې د جزا د قانون د ١٤٢مې مادې د درېيم بند پر اساس په غلا او سخت زيان اړولو مجرم پېژندل شوى دى. ايا دا تاسې ياست ياروسلاف هودونوک؟ له دې ځايه ووځه، زما اواز اورې؟"

ولسمشر زلنسکي پرون د بوريس پيل ښار د محلي شورا يوې جلسې ته ورغلى و چې د يوه روغتون په ګډون د ځينو پروژو په اړه وه.

پېژندل شوى کاميډين ولادیمير زلنسکي په اپرېل مياشت کې د اوکراين د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

هغه ژمنه کړې چې په اوکراين کې به هغه اداري فساد چې له څو کلونو راهيسې روان دى، له منځه يوسي.

XS
SM
MD
LG