د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۶

ډونالډ ټرمپ: پر ايران به "بنديزونه ډېر ژر زيات کړاى شي"


د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ايران د بنديزونو زياتولو خبردارى ورکړ.

ده د ٢٠١٥میلادي کال اټمي تړون چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، بيا وغانده.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ څارونکې ادارې له دغه اټمي تړون څخه د تهران د سرغړونې په تړاو اضطراري غونډه وکړه.

ولسمشر ټرمپ پرون په ټويټر کې وليکل: "بنديزونه به ډېر ژر زيات کړاى شي."

ډونالډ ټرمپ تېر ميلادي کال له دغه تړونه د امريکا د وتلو اعلان وکړ.

د بنديزونو د کمېدو په بدل کې ايران خپل حساس اټمي فعاليتونه محدود کړي وو.

که څه هم ايران د دغه تړون شرايط رعايت کول، خو د روانې اوونۍ په پيل کې يې د خپلو يورانيمو غني کول له هغو حدودو واړول چې په دغه تړون کې ورته ټاکل شوي وو.

XS
SM
MD
LG