د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۱

هرات کې د ترکمنستان په مرسته د ورزش یو ستر مرکز جوړېږي

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

ټاکل شوې چې د ترکمنستان په مرسته او همکارۍ په هرات ولایت کې د ورزش یو ستر مرکز جوړ شي.

په هرات ولایت کې د ترکمنستان قونسل د ورزشي مرکز د جوړولو ژمنه د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره په کتنه کې وکړه.

تراوسه معلومه نه‌ده چې په‌دغه ورزشي مرکز کې به کومې لوبې کېږي.

تر ډېره په هرات کې د فوټبال، والیبال او نور بېلابېل ورزشونه کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG