د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

ارزګان کې د وسله‌والو طالبانو څخه روسي دوربینونه نیول شوي


په ارزګان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو څخه روسي دوربینونه نیول شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د وسله‌والو طالبانو څخه یې د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.

دی وايي، دغه دوربینونه ډېر پرمخ تللي دي او زیات قیمت لري.

افغان سرتېري وايي، د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د ماتې لامل يې دغه شپني دوربینونه او یا هم لېنزونه دي، که‌نه وسله‌وال طالبان يې پر وړاندې نه‌شي جنګېدلای.

نیول شوې روسۍ وسله
نیول شوې روسۍ وسله

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ازادي راډيو په یوه استولي پیغام کې ویلي چې یادې روسي وسلې د غنیمت وسلې دي او امریکايي وسلې له افغان پوځیانو څخه یې د جګړې پرمهال نیولي دي.

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د روسي چارواکو سره هم خبرې وکړې، خو له پوره پوره هڅو سره بیا هم بریالۍ نه‌شوه خو له دې وړاندې دغه ډول خبرې دوی رد کړې وې.

د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت دغه راپور پرې چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG