د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۴

په کابل کې د مرکزي زون د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

ارشیف
ارشیف

په کابل کې د مرکزي زون د باولېنګ ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د افغانستان د باولېنګ فدراسیون رئیس ادریس فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له کابل ولایته ۲۲ لوبغاړو په درېیو پړاوونو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ وکړې چې په پایله کې یې شپږ غوره څېرې د مرکزي زون د لوبډلې لپاره غوره شوې.

د ښاغلي فاروقي د معلوماتو له مخې، همایون شجاعي د ۵۷۸ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، محمودالحق د ۵۲۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دوهم او عبدالناصر بیا د ۵۱۸ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د باولېنګ فدراسیون رئیس وايي، ټاکل شوې چې ډېر ژر د مرکزي زون د ښځینه لوبډلې د ټاکلو په هدف هم سیالۍ ترسره کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG