د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

دیني علماء: څنګه چې طالب امریکايي مسؤلینو سره کیني افغان حکومت سره دې هم کېني


د هلمند دیني علماء
د هلمند دیني علماء

د هلمند ولایت د لښکرګاه په مرکزي جومات کې یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور د طالبانو او حکومت ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پر پیل ټینګار کوي.

په‌دې غونډه کې چې د هلمند د حج او اوقافو د ریاست ځینې دیني عالمان هم ګډون درلود برخه‌والو په قطر کې د سولې روانو خبرو ته خوشبیني وښوده او د طالبانو له استازو يې غوښتنه وکړه څنګه چې د امریکايي مسؤلینو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي، دغه ډول دې د حکومت سره هم په رسمي ډول د سولې او جوړجاړي خبرې پیل کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یو شمېر افغان سیاست والو او طالب استازو ترمنځ تېره ورځ د سولې اړوند مقدماتي خبرې وشوې چې د دواړو لورو په خبره ګټورې وې.

په‌دې اړه نور تفصیل د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

XS
SM
MD
LG