د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د ارزګان خلک وايي، د ارزګان ـ کندهار لار ورته په پُل صراط بدله شوې


د ارزګان ـ کندهار لار
د ارزګان ـ کندهار لار

د ارزګان ولایت خلک وايي، د ارزګان ـ کندهار لاره ورته په پُل صراط بدله شوې، کله چې تګ راتګ پرې کوي ځانونه ژوندي نه ګڼي.

دوی وايي، د یادې لارې زیاتې برخې د وسله‌والو طالبانو سره دي او هره ورځ د درنو جګړو شاهد وي.

  • دا چې ولې د ارزګان ـ کندهار لویه لار له تېرو ۳ کلونو راهیسې ناامنه ده؟

د ولایتي شورا مسؤلین یې بیا لامل د ارزګان او کندهار د چارواکو ترمنځ نه هم‌غږي یادوي.

د ارزګان ـ کندهار لار
د ارزګان ـ کندهار لار

د ارزګان ولایت مقام مسؤلینو هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې یاده لاره ناامنه ده او د تګ راتګ پرمهال خلک زیات وخت له ستونزو سره مخامخ وي.

دوی یې بیا پړه د کندهار د ولایت پر امنیتي مسؤلینو ور اچوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه د کندهار ولایت د امینه قوماندانۍ له مسؤلینو سره هم خبرې وکړي، خو هغوی په یوه او بله پلمه له خبرو کولو ډډه کوي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG