د افغان حکومت اجرائیه رئیس په قطر کې د سولې بین الافغاني ډیالوګ موثر ګڼي.
په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني ډیالوګ دوهمه ورځ روانه ده، د افغان حکومت اجرائیه رئیس هیله ښيي چې دغه ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.
عبدالله عبدالله دا خبره د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې له پیلېدو د مخه خبریالانو ته وکړه.
ده وویل: البته تمه دا ده چې دغه ناسته د افغانستان د دولت په ګډون د دواړو لورو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي او نتیجه به يې ان شاالله سولې ته رسېدل وي.
بل خوا یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو استازي په دغو خبرو کې د پخوانیو هوکړو په خلاف له خپلو شخصي دریځونو خبرې نه کوي.
د دغې سرچینې د خبرو له مخې، د طالبانو د ډلې د دفتر غړي شېرمحمد عباس ستانکزي په دوحه کې ۱۷ دقیقې د طالبانو د ډلې پالیسي د یوه دولت په عنوان تشریح کړه چې د افغانستان د پلاوي د ځینو غړو له غبرګون سره مخ شوه.
دغه سرچینه وايي، د طالب او امریکايي استازو له روحيې ښکاري چې یو تر بله هوکړې ته رسېدلي او امکان لري چې ځیني واړه اختلافات په کې پاتې وي چې د منبع په خبره، د دوحې د ناستې ګډونوال به د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له جزیاتو بې خبره وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې دعالي شورا غړي او د دغې ناستې ګډونوال عطاالرحمن سلیم ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو به د اوربند غوښتنه یوه بېځایه هیله وي، ځکه د دغې ډلې استازي د اوربند اعلان ته هېڅ ډول اماده ګې نه ښيي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، که چېرې د بین الافغاني مذاکراتو ناسته د قطر د اووم پړاو له خبرو ورسته جوړه شوې وای، نو موثریت به یې ډېر و.
ده وویل: زما په اند دا ناسته په مناسب وخت کې نه ده جوړه شوې، ځکه تر اوسه پورې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې، که چېرې دا ناستې د طالبانو او خلیلزاد تر خبرو وروسته شوې وای، خو دا ناسته د اووم پړاو خبرو په وقفه کې راغله چې اغېز یې کم کړی دی.
د جرمني په کوربه توب د قطر ناسته چې تېره ورځ پیل شوې، دوه ورځنۍ ده چې ګډونکوونکي به یې له خپلو شخصي ادرسونو د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي او خپل نظرونه به شریکوي.
په دغه ناسته کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځیني غړي، سیاسیون، د رسنیو استازي او یو شمېر ښځينه فعالانې په کې شامل دي.