د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله


د امریکا د ښځینه فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړې
د امریکا د ښځینه فوټبال لوبډلې یوه لوبغاړې

امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله.

د دې سیالیو په پای لوبه کې چې تېره شپه د فرانسې په لیون ښار کې ترسره شوه، د امریکا د ښځو د فوټبال لوبډله وتوانېده چې د هالنډ لوبډلې ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړي.

دا څلورم ځل دی چې امریکا د ښځو د فوټبال نړیواله اتلولي خپلوي.

د دې سیالۍ تر ۴۵مې دقیقې پورې که څه هم یوه لوبډله د کوم ګول په وهلو نه‌وه توانېدلې، خو د سیالۍ په ۶۱مه دقیقه کې امریکايي لوبډلې پینالټي ترلاسه کړه او لومړی ګول‌يې وواهه، بل ګول د سیالۍ په ۶۹مه دقیقه کې د امریکايي لوبغاړې لېوال له لوري ووهل شو.

د ښځو د فوټبال د ۲۰۱۵ میلادي کال نړیوال جام هم امریکايي لوبډلې ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG