د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ملي ارمان: په قطر کې مذاکره کوي او افغانستان کې وینې تویوي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د غزني د تېرې ورځې خونړۍ موټر بم چاودنې او په قطر کې د روانو بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې له خبرو سره پر یوه وخت په وحشتونو کې سیالي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې په وردګو کې خلکو د ګډو ځواکونو له‌خوا د وژل شویو ملکي وګړو وير کاوه چې په غزني کې وسله‌والو طالبانو په یوه موټر بم حمله کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله واړوله.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د غزني په حمله کې ځکه ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د بريد په ځای کې شاوخوا د استوګنې کورونه او یو ښوونځی موجود وو.

لیکوال لیکي:

له دې وړاندې په کابل کې هم د همدغسې یوې حملې له امله لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې د سولې د خبرو په روان پړاو کې دواړه لوري غواړي ځانونه په پوځي ډګرونو کې پیاوړي وښيي، خو دا نه‌ګوري چې د دوی د حملو زور چا ته رسېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د ښځو او ماشومانو په وژلو سره زور ښودل نه اسلامي کار دی او نه هم افغاني یا انساني، بلکې د ښځو او ماشومانو وژل د کمزورو، ډارنو او وحشي خلکو کار دی چې په هېڅ ډول نه‌شي توجیه کېدای.

ورځپاڼه لیکي چې که د سولې خبرې د دې لپاره وي چې جګړه ختمه شي او دا خبرې بریالۍ کېږي، نو دا بیا د جګړې وروستۍ ورځې دي، خو د جګړې په پای کې څوک له دښمن سره هم دومره ظلم نه‌کوي لکه اوس‌يې چې د جګړې ښکېل اړخونه له ملکي وګړو سره کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکي چې د جګړې ښکېل اړخونه باید پوه شي چې له سولې وروسته له همدې خلکو سره اوسېږي او له همدې خلکو به د سیاسي ملاتړ تمه لري، نو باید د وحشتونو دا سیالي پرېښودل شي او د خلکو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې په قطر کې مذاکره کوي او په افغانستان کې وینې تویوي.

وړاندې په سرمقاله کې د غزني د تېرې ورځې موټر بم حمله یاده شوې او په‌کې راغلي دي چې په‌دې حمله کې د یوه ښوونځي نږدې ۵۰ زده کوونکي هم زیانمن شول او د ملکیانو زیات شمېر کورونه له‌منځه لاړل.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې وسله‌وال طالبان په‌دغه ډول حملو کې د ولسي خلکو ژوند ته هېڅ پام نه‌کوي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولس له دواړو لورو قتل عام کېږي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې د غزني د تېرې ورځې او د کابل د یوې اوونۍ وړاندې حملې یادې شوي او په‌کې راغلي دي چې که وسله‌وال طالبان د ملکیانو په وژلو ملامتېږي، نو بهرنیان او حکومت هم پړه دي چې ولې د عام ولس د سر او مال په خوندیتوب کې ناکام دي؟

سرمقاله لیکونکی ليکي:

دا چې د سولې بهیر تود روان دی، نو په‌‌دې حالاتو کې د ګډو ځواکونو له لوري د شپې چاپې اچول او د طالبانو له لوري د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم حمله کول دواړه د پوښتنې وړ دي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د قطر د روانو خبرو سم دستي پایله د غزني خونړۍ حمله ده.

په سرمقاله کې وړاندې د قطر روانه غونډه بې‌نتیجې بلل شوې ده، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور له یوې خوا د سولې خبرې او له بله‌خوا دغه ډول خونړي بریدونه هېڅ توجیه نه‌لري.

د سرمقالې لیکوال له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د قطر د ناستې پر ځای دې د طالبانو پر تمویلوونکو هېوادونو فشارونه زیات شي، څو یاده ډله له جګړې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG