د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د بنګله دېش د الف لوبډلې په وړاندې


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د بنګله دېش د الف لوبډلې په وړاندې د پیل شوې څلور ورځنۍ روانې سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې تر بنګله دېشه ۴ منډې مخکې دی.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن ازادي راډيو ته وویل، دا سیالي د بنګله دېش د خولنا ښار په یو ځايي کرکټ لوبغالي کې روانه ده.

ده وویل: افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۷ منډې جوړې کړې چې بنګله دېش بیا ۲۵۳ منډې جوړې کړې وې، په افغان توپوهونکو کې قیس احمد ۴۶ ناسوځېدلې، افسر ځاځي ۴۵ او عثمان غني ۳۹ زیاتې منډې کړې وې.

افغان لوبډله اوسمهال څلور منډې مخکې ده او بنګله دېش به نن د خپلې دوهمې پاڼۍ پيل کوي او سبا د لوبې وروستۍ ورځ ده.

د بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان توپ اچوونکو له لوري یمین احمدزي او قیس احمد درې درې لوبغاړي نوین الحق دوه او شرف الدین یو لوبغاړی سوځولي وو.

XS
SM
MD
LG