د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

چارواکي: د بامیان په سلو کې ۱۱ خلک نشه يي موادو زيانمن کړي


آرشیف، یوه افغان معتاده مېرمن
آرشیف، یوه افغان معتاده مېرمن

د باميان ولايت چارواکي وايي چې د بامیان په سلو کې ۱۱ خلک نشه يي موادو زيانمن کړي دي.

په بامیان ولایت کې د معتادینو ډېروالي د دې ولایت محلي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د باميان ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله لطیفه محسني وايي چې د دې ولايت ډېری معتادين ماشومان دي.

دې وویل: له نېکه مرغه چې په بامیان ولایت کې په رسمي ډول د نشه يی موادو د کښت راپور نه لرو، خو له بده مرغه چې د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي، باید څېړنه وشي چې لاملونه يې څه دي؟ موږ چې د معتادينو کومې شمېرې ترلاسه کړي، ډېری معتادین ماشومان دي.

د بامیانو ولایت محلي چارواکي زیاتوي چې د دې ولایت په سلو کې ۱۱ نفره د نشه يي موادو له امله زيانمن شوي دي.

د دې زيانمنو شويو خلکو له ډلې څخه په سلو کې شل یې ښځې او ماشومان دي.

د بامیان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس حسین نظري ازادي راډيو ته وويل چې په نشو باندې د اخته کېدو او زيانمن کېدو عمده علت په کوټو او سرپټو ځايونو کې نشې کول دي.

دی وایي: په نشو باندې د مېرمنو اخته کېدل ګڼ شمېر لاملونه لري، یو لامل یې دا دی چې معتادين په خپلو کورونو کې په سرپوټو ځايونو کې نشې کوي چې له دوی سره په دې سرپوټو ځايونو او کوټو کې د هغوی ښځې او ماشومان هم اوسېږي، له دې لارې هغوی ته هم په غير مستقيم ډول د نشه يي موادو له امله زيان وراوړي او په اوږدمهال کې په نشو اخته کېږي، په بامیان ولایت کې څو ځله داسې پېښ شوي چې ښځې او ماشومان پر معتادینو باندې نشه يي مواد خرڅوي.

ښځينه معتادينې شرمېږي چې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورشي، له همدې امله په باميان ولايت کې ښځينه معتادينې ورځ په ورځ ډېرېږي، د معتادينو د درملنې د يوه مرکز رئيس ډاکتر خان محمد ایوبي د معتادو مېرمنو د درملنې لپاره ځانګړی روغتيايي مرکز يوه اړتيا بولي او وایي:تر ډېره حده معتادې ښځې د نارینه معتادینو د درملنې مرکزونو ته نه ورځي، ځکه چې اعتیاد د ځان لپاره پېغور ګڼي او پټ يې ساتي، دوی هڅه کوي چې په کور کې يې درملنه وشي، خو کله چې يې په کور کې درملنه ونه شي، بيا يې موږ ته را استوي او موږ یې درملنه کوو، د معتادو ښځو ډېروالی ډېر د اندېښنې وړ دی، که معتادو ښځو ته یو ځانګړی روغتون جوړ شي، دوی به وکولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره دې روغتون ته ورشي او خپله درملنه وکړي.

د بامیان ولایت محلي چارواکي د معتادینو د شمېر ډېروالي ته په کتو سره په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره روغتيايي اسانتياوي کافي نه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ژمنه کړې ده چې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره به په دې ولايت کې ځانګړی شل بستريز روغتون جوړوي.

راپور: عباس نادري

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG