د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

اندرابي: طالبان بايد تضمين کړي چې تر سولې وروسته به د نشه يي موادو کاروبار نه کوي


د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

اندرابي: طالبان بايد دا تضمين ورکړي چې تر سولې وروسته به د نشه يي موادو کاروبار نه کوي.

د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډې څېړنې ښيي چې ډېری کوکنار د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې سيمو کې کرل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي د نشه يي موادو کښت، توليد او قاچاق د طالبانو کار بولي او زياتوي چې طالبان يوازې په فراه ولایت کې د نشه يي موادو له کارخانو څخه ډېرې پيسې په لاس راوړي، ځکه نو باید د سولې په روانو خبرو کې له طالبانو څخه دا تضمین هم واخیستل شي چې نور به د نشه يي موادو کاربار نه کوي.

ده وویل: طالبان نه یوازې دا چې له ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه به کوي، باید دا ژمنه دې هم وکړي چې نور به د نشه يي موادو له کښت، تولید او قاچاق لاس اخلي، په دې کې شک نشته چې طالبانو د نشه يي موادو قاچاق ته خوندې فضا او مناسب شرایط برابر کړي دي، له دې فضا څخه د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خپله طالبان هم ګټه اخلي."

تر دې وړاندې طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا تور رد کړی و چې ګواکې دوی د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لري.

د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ګډ راپور پر اساس د تېرو څو کلونو په پرتله یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید کچه کمه شوې وه چې علت یې وچکالي وه.

کارپوهان د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې افغان دولت پړ بولي او وايي چې د نشه يي موادو د کښت له پراخېدو سره په افغانستان کې ناامني هم ډېره شوې ده.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وايي چې نشه يي مواد يوه نړيواله ستونزه ده او بايد نړيواله ټولنه د قطر په غونډه کې دې موضوع ته هم ځای ورکړي.

دې وویل: دا به تر وخت مخکې خبره وي چې حکومت په مذاکراتو کې داسې موضوعات مطرح کړي چې خپله یې د کنټرول وس نه لري، ځکه چې نشه يي مواد یوه نړیواله ستونزه ده او بايد نړیواله ټولنه مخکې لا پر دې موضوع فکر وکړي او پر طالبانو باندې دا شرط کېږدي چې په افغانستان کې به نشه يي مواد هم ختمېږي، که نړیواله ټولنه له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې ستونزې ته پام ونه کړي، حکومت په دې برخه کې هېڅ هم نه شي کولای.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې رئیس یوري فیدیدوف له نشه يي موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په غونډه کې وویل چې نشه يي مواد یوه نړیواله ستونزه ده چې دولتونه په یوازې ځان مبارزه نه شي ورسره کولای.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG