د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ولسمشر غني د زابل له چارواکو د دې ولایت امنیتي پلان وغوښت


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل له مسؤلینو سره
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زابل له مسؤلینو سره

ولسمشر اشرف غني د زابل سیمه ییزو چارواکو ته ویلي چې د دې ولایت امنیتي پلان چمتو کړي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر نن سهار زابل ولایت ته له رسېدو وروسته له والي او امنیتي چارواکو سره په غونډه کې عمومي امنیتي وضعیت وڅېړه او د چارواکو له خوا د امنیتي راپور له اورېدو وروسته یې سپارښتنه وکړه چې د امنیت مسؤلې ادارې دې خپل امنیتي پلان چمتو کړي.

افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د یوه دوه ورځني سفر لپاره کندهار ولایت ته تللی و او هلته یې هم یو شمېر پروژې پرانیستې او د خلکو له استازو سره یې وکتل.

ښاغلي غني نن سهار زابل ولایت ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG