د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

افغانستان د خپلې وروستۍ لوبې په بایللو سره د کرکټ له نړیوال جامه ووت


د افغانستان او ویسټ انډيز د لوبې د جریان یو انځور
د افغانستان او ویسټ انډيز د لوبې د جریان یو انځور

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېد.

که څه هم د کرکټ نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو او يو شمېر لوبغاړو په دغو سیالیو کې د يو شمېر لوبډلو پر وړاندې د افغان لوبډلې د بریا دعوه کړې وه، خو افغان لوبډلې د تمې خلاف خپلې نهه واړه سیالۍ بایلودې او د کومې لوبډلې په ماتولو بریالۍ نه شوه.

د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د استرالیا پر وړاندې وکړه چې په ۷ ویکټو یې بایلوده، په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې له خوا د ۲۰۸ منډو ورکړل شوی هدف استرالیايي لوبډلې په ۳۵م اوور کې پوره کړ.

د افغانستان او استرالیا د کرکټ د سیالۍ یو انځور
د افغانستان او استرالیا د کرکټ د سیالۍ یو انځور

افغان لوبډلې خپله دوهمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې وکړه او افغان توپ اچوونکو سریلانکايي لوبغاړي پرې نښودل چې لوړ هدف وټاکي، خو افغان توپ وهونکي هم د سریلانکايي توپ اچوونکو پر وړاندې ښه لوبه ونه کړه او د سریلانکايي لوبډلې د ۲۰۱ منډو په ځواب کې يوازې ۱۵۲ منډې وکړې او د کرکټ پوهانو په اصطلاح، ګټلې لوبه یې بایلوده.

د افغان لوبډلې درېیمه لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې وه چې افغان لوبډلې په کې لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زیان یې نیوزیلنډۍ لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، نیوزیلنډۍ لوبډلې ورکړای شو چې هدف په ډېرې اسانۍ سره د درېیو ویکټو په زیان سره پوره او لوبه یې د ۷ ویکټو په توپير وګټله.

افغان لوبډله له پرله پسې درېیو ماتو وروسته په څلورمه لوبه کې د سویلي افریقا سره مخ شوه چې د خرابې توپوهنې له امله یې لوبه د ۹ ویکټو په توپير بایلوده، په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې له خوا د ۱۲۶ منډو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۵م اوور کې پوره کړ.

له تېرو څلورو ماتو وروسته افغان لوبډلې خپله بله او سخته ماته د انګلستان پر وړاندې تجربه کړه.

د افغانستان او انګلنډ د سیالۍ یو انځور
د افغانستان او انګلنډ د سیالۍ یو انځور

د دغې لوبې لیدو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم راغلی و.

انګلستان د دغې لوبې پچه وګټله او په لومړۍ توپ وهنې سره یې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان سره ۳۹۷ منډې وکړې، په ځواب کې یې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۴۷ وکړې او د ۱۵۰ منډو په توپير له ماتې سره مخ شوه.

راشد خان چې د نړۍ يو له تکړه توپ اچوونکو څخه دی، په دغه ورځ یې د خپل لوبیز ژوند تر ټولو خرابه توپ اچوونه وکړه او په ۸ اورونو کې یې ۱۱۰ منډې ورکړې چې ۱۱ شپږیږې هم په کې شاملې وې.

د انګلستان پر وړاندې لوبه کې که څه هم افغان لوبډلې په لوی توپير ماته وخوړه، خو افغان لوبډلمشر او مینه وال په دې خوښ وو چې افغان توپ وهونکو د لوبې ټول اورونه ولوبول او ښې منډې یې هم جوړې کړې.

افغان لوبډله له پنځو ماتو وروسته د روان نړیوال جام له یوې بلې پياوړې لوبډلې هند سره مخامخ شوه، دا لوبه له پیله تر پایه په زړه پورې وه، افغان لوبغاړي د نورو لوبو په پرتله په دغه لوبه کې متفاوت ښکاره شول، افغان توپ اچوونکو د هند پیاوړی بیټنګ لاین له سختو ستونزو سره مخ کړ او په ۲۲۴ منډو یې ایساره کړه.

د افغانستان د کرکټ لوبډله
د افغانستان د کرکټ لوبډله

افغان توپ وهونکي د هند د دغه هدف پسې ښه مخته لاړل او ان يوه شېبه داسې ښکارېده چې افغانستان به هند ته ماته ورکړي، خو هندي توپ اچوونکو په ځانګړې توګه بومرا او محمد شمي د خپل ښه بالنګ پر مټ لوبه د هندۍ لوبډلې په ګټه تمامه کړه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د هند پر وړاندې له ښې لوبې وروسته افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب د خپل بل سیال بنګله دېشۍ لوبډلې د ماتولو خبره وکړه.

د بنګله دېش پر وړاندې لوبه کې افغان مینه وال هم د بریا د نمانځلو په هدف په ډېر شوق او جذبې سره میدان ته ولاړل، خو د لوبې نتیجه یې د تمې خلاف وخته او افغانستان بنګله دېش ته لوبه د ۶۲ منډو په توپير بایلوده.

له پرله پسې اوو ماتو وروسته د افغان لوبډلې بله لوبه د پاکستان پر وړاندې وه، هغه لوبه چې ګټل یې مینه والو ته د نړیوال جام له ګټلو کم نه وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه لوبه د کرکټ د مبصرینو په خبره، د روان نړیوال تر ټولو په زړه پورې او له تلوسې ډکه لوبه وه، د دې لوبې خوند په دې کې و چې د لوبې تر وروستي باله پورې دا چا نشوای ویلای چې لوبه به د پاکستان په ګټه پای ته رسي او که د افغانستان.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ د سیالۍ یو انځور
د افغانستان او پاکستان د کرکټ د سیالۍ یو انځور

د افغانستان د ۲۲۸ منډو هدف پاکستانۍ لوبډلې په دومره سخته پوره کړ چې د ځینو راپورونو له مخې، څو تنو پاکستاني مینه والو ان د زړه سکته وکړه.

په دغه لوبه کې د لوبغالي په داخل او بهر کې مقابله توده وه، د لوبې په جریان کې څو وارې د افغان او پاکستاني مینه والو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شو.

له دغې ماتې وروسته په افغان لوبډلې انتقادونو لا زور واخیست او په ټولنیزو رسنیو کې د دغې ماتې ډېره پړه په ګلبدین نایب واچول شوه چې په اساس وخت کې یې په يو اوور کې ۱۸ منډې ورکړې.

خو په ټوله کې په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د پرله پسې ماتو لاملونه چې تر ډېره ورته د کرکټ د مبصرینو او افغان مینه والو له خوا ګوته نیول کېږي، هغه بې وخته د کرکټ بورډ د مسؤلینو له خوا د لوبډلمشر بدلول، په لوبډله کې ډلبازۍ، د لوبغاړو خراب فټنس، کمزوري روزونکي، د انګلستان له لوبغالو سره د لوبغاړو نابلدتیا او د نړۍ د پیاوړو لوبډلو سره مخامخېدل او د باونسر یا جګو توپونو لوبولو کې د افغان توپ وهونکو ستونزه ده.

په نړیوال جام کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د افغان لوبډلې وروستۍ ماتې چې په ټوله کې د افغان لوبډلې نهمه ماتې کېږي، ورسره د افغان لوبډلې د نړیوال جام سفر پای مومي، خو نړیوال جام سیالۍ به د جولای تر ۱۴مې نېټې روانې وي.

XS
SM
MD
LG