د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د انتخاباتو کمېسیون: د راتلونکو انتخاباتو رأیې پاڼې په ډنمارک کې چاپېږي


آرشیف/ د تېرو انتخاباتو رأیې پاڼې
آرشیف/ د تېرو انتخاباتو رأیې پاڼې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رأیې ورکولو پاڼې په ډنمارک کې چاپېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا ځل د رأیې ورکولو د پاڼو د چاپ لپاره ډنمارک غوره کړ او وايي چې د درغلۍ امکان به پکې نه وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، وروسته له هغې چې د نوم ثبتوونکو کره شمېره معلومه شي، په هماغه اندازه به د رأیې ورکولو پاڼې چاپ شي.

ده وویل: کوم ځای چې د رأیې ورکولو پاڼې په کې چاپېږي، د ډنمارک د کپنهاګن ښار دی، موږ له تېرې تجربي چې ګواکې د رأیو ورکولو پاڼې بازار ته وځي او درغلۍ ترسره شي، دغه تصمیم مو ونیو، ځکه داځل چې پاڼې چاپېږی، له پخوانیو سره توپیر لري او د درغلۍ امکان په کې نشته.

دغه کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې د رأیې ورکولو ۹ میلیونه پاڼې په دبۍ کې چاپ کړې وې چې ډېر لګښت پرې شوی و.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته درې میاشتې پاتې دي، خو دغه کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې د نوم ثبتوونکو شمېره کره کړي او وپوهېږي چې څومره پاڼې ورته چاپ کړي.

خو یو شمېر ګوندونه له دغه تصمیم سره مخالفت ښيي او دغه پاڼې نه مني.

د حزب اسلامي د رسنیو د برخې غړی فضل غني حقمل وايي، ولسمشریز انتخابات باید د بایومیټریک سېستم په کارولو سره ترسره شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې د بایومیټریک د څه باندې ۱۷ زرو د ستګاوو د اخیستلو او په انتخاباتو کې د نوې ټکنالوژۍ د کارولو په خاطر تصمیم نیول شوی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کاغذي پاڼو په ذریعه د رأیو ورکولو سېستم هم د ولسمشریزو انتخاباتو د کېدو د طرحې یو جز دی.

خو د ګوندو ترڅنګ د انتخاباتو یو شمېر څارونکي اندېښمن دي او وايي، دغه کمېسیون کولی شی چې حتی په هېواد کې دننه د رأیو ورکولو پاڼې چاپ کړي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو ټیفا اجرائیوي رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، که دغه بهیر د پخوا په شان په سمه توګه مدیریت نه شي، که له هر ډول پاڼو په کې کار واخیستل شي، د درغلیو زمینه په کې برابرېدلي شي.

ده زیاته کړه: که پاڼې په هره اندازه کیفیت لرونکي وي، په خواشینۍ سره چې ناوړه استفاده ترې کېږي، غوره دا ده چې په هېواد کې دننه او یا په کوم ګاونډي هېواد کې په ارزانه بیه چاپ شي، دوی داسې کار کوي چې سطحه ټیټه او د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي، موږ اوس باوري نه یوو چې کمېسیون دې د دغه کار لپاره میکانیزم ځانګړی کړی وي.

ایوب زاده وايي، یوه ستونزه چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رامنځته شوه، له عربي متحدو اماراتو د رأیې ورکولو د پاڼو په رسېدو کې د ځڼد رامنځته کېدل وو.

د ایوب زاده په خبره، په داسې حال کې چې انتخاباتو ته څه کم نوي ورځې پاتې دي، خو دا کمېسیون لا نه دی توانېدلی چې د رأیو ورکوونکو نوملړ بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG