د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د کابل د ننني برید هدف نظامیان وو که ملکیان؟


AFGHANISTAN -- Wounded people receive treatment in a hospital after a powerful bomb blast in Kabul, Afghanistan, Monday, July 1, 2019.
AFGHANISTAN -- Wounded people receive treatment in a hospital after a powerful bomb blast in Kabul, Afghanistan, Monday, July 1, 2019.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د حمله کوونکو په حمله کې د ۲۶ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۱۰۵ کسان ټپیان شوي دي.

وسله والو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پایتخت پر یوې مهمې سیمې چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنیت ریاست او دفاع وزارت ته نږدې پرته ده، حمله وکړه.

کوم ځای چې بریدګرو په کې ځای نیولی و، تر ډېره ځایه په کې د هستوګنې کورونه او دوکانونه دي.

خو دغه سیمه د دفاع وزارت یوه برخه ده.

طالبانو ویلي چې د حملې هدف یې د دفاع وزارت د لوژستیک او تخنیک برخه وه.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، په دغه حمله کې یې د دفاع وزارت منسوبینو ته ډېر تلفات او زیانونه رسولي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو مخالفینو ملکي کسان په نښه کړي او د هستوګنې له کورونو يې کار اخیستی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: د ګلبهار ټاور په سیمه کې لومړی یو موټربم چاودنه کوي او ورپسې څو حمله کوونکي یوې نیمګړې ودانۍ ته ننوځي او له غیر نظامي او بېګناه کسانو سره نښته کوي.

د وسله والو حمله د موټربم په چاودېدو پیل شوه او د کورنیو چارو زارت له نظره، وروسته ۵ حمله کوونکي یوې نیمه کاره ودانۍ ته ننوځي او له دې ځایه پر غیر نظامیانو ډزې کوي.

د موټربم چاودنه دومره زوره وره وه چې غږ ېې کابل ښاریانو په لېرې سیمو کې هم اورېدل شوی او د پیښې د ځای د شااوخوا کورونو او دوکانونو ښیښې ماتې شوې دي.

دغې پېښې لسګونه ماشومان هم ټپیان کړي دي.

د پوهنې وزارت وايي، په دغه پیښه کې لږترلږه ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان بېلابېل نظرونه لري.

فیض محمد چې په دغه پېښه کې یې سر ټپي شوی، ازادي راډیو ته وویل، ملکي کسانو په دغه پېښه کې ډېر زیان لیدلی دی.

ده وویل: ناست وم، چای مې څښلو چې چاودونه وشوه، ځمکه ولړزېده، ښيښې ماتې شوې، پل محمود خان پله ته موټر تلل، بېرته راوګرځېدل، ځانونه مو په لوګو او دوړو کې ورک کړل.

کابل کې په نننۍ موټر بمب او ډله‌ییزه حمله کې ۳ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

هلته چې چاودنه په کې شوې، خوندي ځای و او د سیمي اوسېدونکي د دغې پېښې په مخنیوي کې کشفي او استخباراتي بنستونه په کمزورۍ تورنوي.

عیني شاهد احمدشاه وایي: ټول یې له پخوا کارسازي شوي وو، زما په نظر ځیني کسان په کې لاس لري، څرنګه وسله وال کسان له راکټ او درندو وسلو سره ودانۍ ته ننوځي، زما په نظر دغې ودانۍ ته حمله کوونکي مخکې له مخکې وړل شوي وو.

دغه حمله له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.

په افغانستان کې د امریکا سفارت، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس دغه حمله غندلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼي ویاند صدیق صدیقي په یوې خبري ناسته کې وویل، دغې حملې ثابته کړه چې طالبان د سولې هېڅ پروا نه لري.

XS
SM
MD
LG