د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

افغان حکومت ولې تر اوسه له طالبانو سره د سولې مذاکره کوونکی پلاوی نه دی ټاکلی؟


آرشیف/ د افغان ولسمشر او د ځينو طالبانو یو ګډ کړای شوی انځور
آرشیف/ د افغان ولسمشر او د ځينو طالبانو یو ګډ کړای شوی انځور

افغان حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي غوره کېدل تر اوسه مشخص شوي نه دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرات پیلېږي، خو حکومت وايي، تر اوسه نه دی توانېدلی چې له دغې ډلې سره د سولې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د پلاوي د ګمارلو مسئله مهم مورد دی، اوسمهال د دغې پلاوي په اړه څه نه شم ویلای، خو د افغانستان حکومت په دې برخه کې په دقت سره کار کوي او د حکومت اصلي هڅه سوله او د جنګ پای ته رسول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پیل شي او جرمني به دغو مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

طالبانو تراوسه دوه ځلې له افغان سیاستوالو سره کتلي، خو له افغان حکومت سره یې هر ډول مذاکرات رد کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو یوه مهم غړي سهیل شاهین په خپلې ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د افغان حکومت له پلاوي سره مذاکرات هغه وخت ممکن دي چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو جدول اعلان شي.

د طالبانو ډله اوس د قطر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره په اووم دور خبرو بوخته ده، هغه مرحله چې امریکايي چارواکو ته یې هیلې پیدا کړي او حتی ویلي يې دي چې ممکن توافق ته په کې ورسېږي.

افغان حکومت څو میاشتې مخکې د افغانستان د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ یو ۱۲ کسیز پلاوی له طالبانو سره مذاکراتو ته معرفي کړ، خو دغه ترکیب له ډېرو انتقادونو سره مخ شو.

په دې پسې حکومت تصمیم ونیوه چې د دغه پلاوي په ترکیب کې بدلون راولي چې د مصالحې عالي شورا په کې ډېرې هڅې وکړې، خو نتیجه یې ور نه کړه.

بل خوا د سیاسي چارو یو شمیر پوهان وايي، تر هغې چې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته حاضر نه شي، مذاکره کوونکی پلاوی مفهوم نه لري.

احمد سعیدي وايي: د سولې مذاکراتو لپاره د پلاوي ټاکل هغه وخت معنی پیدا کوي چې طالبان اعلان وکړي چې د افغانستان له دولت سره مذاکره کوي، خو هغوی اوس حاضر نه دي او کله چې حاضر نه وي، مسخره به وي چې موږ پلاوی ټاکو.

ښاغلی سعیدي ټینګار کوي چې تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو جدول ځانګړی نه شي او د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق ونه شي، د طالبانو ډله به هېڅ کله د افغانستان له دولت سره مذاکراتو ته حاضره نه شي.

XS
SM
MD
LG