د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي


قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

په داسې حال کې چې افغان حکومت تېره ورځ تر راتلونکو دوه اونیو پورې د بین‌الافغاني خبرو د پیل کېدا خبر ورکړ، وسله‌والو طالبانو یو وار بیا له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټرپاڼه باندې لیکلي، هغه مهال له افغاني اړخونو سره خبرې ممکن دي، کله چې د نړېوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلان شي.

خو دوی ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د مهالویش تر اعلان وروسته به هم د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کېږي.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وویل، له طالبانو سره سوله نږدې شوې او ممکن تر دوو اوونیو پورې د جرمني په ضمانت د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په قطر کې د سولې اووم پړاو خبرې هېله بخښونکي دي او ممکن بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي.

خو نوموړي وویل، امریکا باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو وسله‌وال طالبان دغو خبرو ته غاړه کېږدي: "امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي، څو طالبان بین الافغاني خبرو ته کیني، له دې پرته به سولې پروسه نتیجه نه ورکوي، خو زموږ هېله مندي دا ده چې دوی به سره کیني او خبرې هم شوې دي."

د طالبانو ډله اوس مهال له امریکايي پلاوي سره په خبرو بوخته ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد له درېیو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره په لیدو کتو بوخت دی.

که څه هم تراوسه د دغې ناستې نتیجه نه‌ده څرګنده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال هیله وښوده چې د روان کال د سپټمبر له میاشتې مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.

د امریکا ترڅنګ، افغان حکومت اوس د جرمني همکارۍ ته هیله مندي لري .

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، برلین ژمن شوی چې د سولې له هوکړې وروسته به هم له کابل سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG