د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د بهرنیو چارو وزارت: ممکن تر ۲ اوونیو به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ځينو طالبانو یوځای شوی ګډ انځور
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ځينو طالبانو یوځای شوی ګډ انځور

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، امکان لري چې تر راتلوونکو دوو اوونیو پورې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، جرمني ته د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې جرمني ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له خبرو او انتخاباتو سره به همکاري وکړي.

د ښاغلي احمدي په خبره، افغانستان او نړیوال شریکان یې هیله لري چې په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د سولې په اړه هیله بخښونکي خبرونه خپاره شي.

احمدي د یکشنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل، له طالبانو سره سوله نږدې شوې او ممکن تر دوو اوونیو پورې د حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې پیل شي.

ده وویل: البته بین الافغاني خبرې ښايي په یوې یا دوه اوونیو کې پیل شي، المان ضمانت کړی چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالب استازو ترمنځ به خبرو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي احمدی ونه ویل چې دغه خبرې به چېرې پیل شي، خو دا یې وویل چې اندونیزیا، ازبکستان او جرمني هغه هېوادونه دي چې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب لپاره یې تیاریانې ښودلي دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو تراوسه له افغان حکومت سره د خبرو لپاره شین څراغ نه دی ښودلی.

د طالبانو ډله اوسمهال له امریکايي پلاوي سره په خبرو بوخته ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد له دوو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره په لیدو کتو بوخت دی.

که څه هم تراوسه د دغې ناستې نتیجه نه ده څرګنده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال هیله وښوده چې د روان کال د سپټمبر له میاشتې مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.

د امریکا ترڅنګ، افغانستان اوس د جرمني همکارۍ ته سترګې په لاره دی او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، برلین ژمن شوی چې د سولې له هوکړې وروسته به هم له کابل سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG