د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

افغان تېزتوپ اچونکي حميدحسن له يو ورځنیو نړيوالو لوبو سره مخه ښه وکړه


افغان تېزتوپ اچونکي حميدحسن
افغان تېزتوپ اچونکي حميدحسن

د افغانستان نوم‌وتی تېزتوپ اچونکي حميد حسن له يو ورځنیو نړيوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.

حسن خپله وروستۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه د پاکستان پر وړاندې په نړيوال جام سياليو کې وکړه.

افغانستان دغه لوبه له يوې سختې مقابلې وروسته پاکستان ته د انګلستان په ليډز کې بايلوده.

حميد حسن په دغه لوبه کې دوه اورونه وکړل او د پښې د ټپ له امله اړ شو چې ميدان پرېږدي.

هغه له لوبې وروسته ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان پر وړاندې نننۍ ماتې ورته ډېره دردونکې وه.

هغه په‌خپله وروستۍ يو ورځنۍ نړيواله سيالۍ کې د ښه نه ځلېدو او ټوله لوبه کې د نه لولېدو له امله له خپلو مينه‌والو بخښنه هم وغوښته.

حميد حسن د افغانستان د ملي لوبډلې يو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په برياوو کې يې مهم رول لوبولی.

د افغانستان د کرکټ دغه وتلی ستوری، څو کاله وړاندې په انګلستان کې د يوې سيالۍ پر مهال د پښې د زنګون په برخه ژور ټپي شو چې نوموړی يې څو کاله له ملي لوبډلې او سياليو بهر وساته.

هغه د افغانستان لپاره ۳۸ يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ کړي او توانيدلی چې ۵۹ وېکټې واخلي.

حميد حسن ازادي راډيو دا هم وويل چې هغه به شل اووريز کرکټ ته ادامه ورکوي او تر څنګ به يې خپلې تجربې له نويو لوبغاړو سره هم شريکوي.

حميد د کرکټ د کمېنټرۍ په برخه کې هم خپل ځان ازمايلی او په څو نړيوالو سياليو کې يې کمېنټري هم کړې چې مينه والو يې ښه هرکلی کړی.

XS
SM
MD
LG