د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رئیس وټاکل شو


میر رحمان رحماني
میر رحمان رحماني

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې په څلورم وار انتخاباتو کې، د ډېرو رأیو په وړلو سره د جرګې د رئیس په توګه انتخاب شو.

د ولسي جرګې موقت رئیس خپل ځای د دغې جرګې د ۱۷مې دورې منتخب رئیس ته وسپاره.

میر رحمان رحماني د جرګې د رئیس ټاکلو په څلورم وار انتخاباتو کې خپل سیال خان محمد وردګ ته ماته ورکړه او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسي جرګې رئیس شو.

په دغو انتخاباتو کې د جرګې ۲۴۵ غړو خپلې رأېې وکارولې چې ۲ په کې سپینې او ۱۱ باطلې وې.

د دغو انتخاباتو پنځوس جمع یو، ۱۲۳ رأیې کېدې، خو میر رحمان رحماني ترې ۱۳۶ او خان محمد وردګ ۹۶ رأیې یوړې.

رحماني د پروان ولایت استازی او د هېواد په سودارګرو کې شمېرل کېږي.

دی وايي، د ولسي جرګې د رئيس په توګه به د دولت له دوو نورو قواو سره د همکارۍ لاره ونیسي.

ده وویل: زه به ستاسي د رئيس په توګه نه، بلکې ستاسې او د افغانستان د خلکو د خدمتګار په توګه واوسم او د اساسي قانون له مخې به له دوو نورو قوو سره د همکار په توګه عمل وکړم، نه له هغو سره په تقابل کې.

مخکې له دې د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره څلور وارې انتخاب وشول، خو یو یې هم نیتجه نه لرله.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو په اساس نن د جرګې وروستي انتخابات وو او د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ وشول چې د انتخاباتو په تېرو پړاوونو کې یې تر نورو کاندیدانو ډیرې رأېې خپلې کړې وې.

میر رحمان رحماني په لومړي وار انتخاباتو کې ۱۲۳ رأیې او سیال یې خان محمد وردګ ۱۰۵ رأیې خپلې کړې وې.

د دغو انتخاباتو لومړی وار د میر رحمان رحماني او د کمال ناصر اصولي ترمنځ ترسره شوی و چې اختلافات په کې حتې په فزیکي شخړو اوښتي وو.

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر لا هم جنجالونه روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

خو د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د میر رحمان رحماني سیال خان محمد وردګ چې ونه توانېد د جرګې رئيس شي، خپل سیال رحماني ته د ریاست مبارکي ورکړه او ویې ویل: له ټولو استازو مننه کوم چې ما او رحماني صاحب ته یې رأیې راکړې، زه به د یوه وکیل او ورور په څېر له رحماني سره همکاري وکړم.

اوس چې ولسي جرګه د رئیس په ټاکلو کې بریالۍ شوه، په پام کې ده چې په راتلوونکو ورځو کې د جرګې د اداري پلاوي نور غړي هم انتخاب شي.

میر رحمان رحماني په دې ورځ په خپلو وروستیو خبرو کې وویل، سر له سبا به د جرګې د مرستیالانو او منشیانو د ټاکلو لپاره انتخابات پیل شي.

XS
SM
MD
LG