د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره د سولې د عالي شورا هیله مندي


په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

د افغانستان د سولې عالی شورا هیله ښيي چې په قطر کې د سولې اووم پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ناټو د سر منشي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې د سولې اووم پړاو خبرې به بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالکبیر اوچقون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته سره په خبرو کې وویل چې په قوی ګومان پاکستان ته د ولسمشر غني وروستی سفر هم د سولې له اووم پړاو خبرو سره ارتباط ولري.

ده وویل: د ناټو د سرمنشي او مایک پامپیو څرګندونې دا ټول دا ښيي چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسېدلي چې په افغانستان کې باید ثبات راشي او بین الافغاني خبرې پیل شی، نو ځکه د سولې عالي شورا هیله منده ده چې اووم پړاو خبرې یوې نتیجې ته ورسېږي.

د ښاغلي اوچقون په خبره، د سیمې او له سیمې ها خوا ټول هېوادونه غواړي چې د سولې د پروسې مالکیت له افغانانو سره وي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې قطر نن د طالب استازو او امریکايي چارواکو د اووم پړاو خبرو د ناستې کوربه دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې ټول اړخونه د سولې د یوې چټکې پروسې ِغوښتونکي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس وايي، د افغانستان د سولې لپاره کم وخت پاتې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي، واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر له میاشتې مخکې په افغانستان کې د سولې په برخه کې یوه هوکړه وشي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان شنونکي هم د سولې دې پړاو خبرو ته خوشبین دي او برخلیک ټاکونکې یې ګڼي.

د چارو پوه وحید مژده وایي: د ۹۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدلو نیولې، مسکو ته د ښاغلي کرزی تر سفر او پاکستان ته د افغان سیاسیونو او ولسمشر غني تر سفرونو پورې، دا ټول تر ډېره بریده همدې مسئلې پورې اړه لري چې ویل کېږي اووم پړاو خبرو کې به یې نتیجه راووځي.

ښاغلي مژده دغه شان وویل چې ښايي د سولې په دې پړاو خبرو کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د امریکايي ځواکونو د وتلو او بین الاافغاني مذاکراتو وخت هم وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG