د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د کرکټ نړیوالې شورا افغان توپ اچوونکی افتاب عالم له نړیوالو سیالیو بهر کړ


افغان توپ اچوونکی افتاب عالم او سید احمد شیرزاد
افغان توپ اچوونکی افتاب عالم او سید احمد شیرزاد

د کرکټ نړیوالې شورا د يو لړ انظباطي سرغړونو له امله افغان توپ اچوونکی افتاب عالم د کرکټ له نړیوالو سیالیو بهر کړ.

د دغې شورا له‌خوا په استول شوې اعلامیه کې دا نه‌دي په ډاګه شوي چې ښاغلي عالم څه ډول انظباطي تېروتنه کړې چې له امله یې نوموړی له نړیوال جام سیالیو څخه بې برخې کړل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افتاب عالم د کرکټ نړیوالې شورا د تخنیکي او د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې له‌خوا د نظم او ډسپلین له اصولو او مقراراتو څخه سرغړونې له امله له نړیوال جام سیالیو څخه بهر او بېرته افغانستان ته لېږل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په‌خپله اعلامیه کې دا هم تأیید کړي چې د ده پر ځای به د احتیاطي لوبغاړو په نوم‌لړ کې شامل لوبغاړی سید احمد شیرزاد د افغانستان لپاره په راتلونکو سیالیو کې ولوبېږي.

افتاب عالم د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لپاره درې لوبې وکړې چې د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه کې یې درې ویکټې، د هند پر وړاندې لوبه کې یې يوه ویکټه او د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کې یې بیا کومه وېکټه وانه‌خېسته.

له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او پېل غړی لوبغاړی شهزاد محمدي هم د ټپي کیدو له امله له نړیوال جام سیالیو څخه بهر او پرځای یې اکرام علي‌خېل لوبډلې سره يو ځای شو.

خو شهزاد محمدي کابل ته له رسېدو وروسته تور پورې کړ چې نوموړی رک روغ دی او د ټپي کېدو په پلمه لوبډلې کینول شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په‌دې وروستیو کې په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې له اوو پرله‌پسې ماتو وروسته د ملي لوبډلې په لوبغاړو انتقادونه زیات شوي دي.

ان تردې چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم ښکته پورته کېږي چې ځیني نامعلوم مینه‌وال په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ته بدو رد وايي چې د ځینو افغان لوبغاړو له غبرګونو سره هم مخ شوي.

په روان نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډله دوه نورې سیالۍ لري چې راتلونکې لوبه یې د شنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې د انګلستان په لیډز لوبغالي کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG