د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

ارزګان کې بزګران وايي، کال کې د شنو خونو له لارې يو ميلیون افغانۍ ګټي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګران وايي چې په‌دې ولایت کې شنو خونو ښه نتیجه ورکړې او د کوکنارو د کښت غوره بدیل يې بولي.

له دې بزګرو څخه یو هم حاجي حمیدالله دی چې مخکې یې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو اوس دولت په یوه جریب ځمکه کې شنه خونه ورته جوړه کړې او سبزيجات په‌کې کري.

حاجي حميدالله ازادي راډيو ته وویل چې اوس یې له کوکنارو لاس اخېستی او د شنو خونو له لارې هره ورځ په اوسط ډول له اتو څخه تر نهو زرو افغانیو پورې ګټه لري: "مخکې مې کوکنار کرل، خو د کوکنارو بوټي به کله په ناروغۍ اخته شول، پورونه به مې ورته کړي وو، خو کوکنارو به حاصل و نه‌کړل او پور به راباندې پاتې شو. پوروړو به پورونه غوښتل، خو له ما سره به پيسې نه‌وې، اوس چې شنه خونه لرم، د چا پور نه‌دی راباندې پاتې، له دې لارې خپلو بچيانو ته یوه ګوله ډوډۍ برابروم او له هر ډول ناوړه کاره یې را ګرځولی یم."

له دې شنو خونو څخه یوازې بزګر ګټه نه اخلي، بلکې وزګارو خلکو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګران وايي چې په‌دې ولایت کې شنو خونو ښه نتیجه ورکړې او د کوکنارو د کښت غوره بدیل يې بولي.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګران وايي چې په‌دې ولایت کې شنو خونو ښه نتیجه ورکړې او د کوکنارو د کښت غوره بدیل يې بولي.

له دې ډلې څخه یو هم علي محمد دی چې خپله ځمکه نه‌لري، پخوا به يې د خلکو په ځمکو کې کوکنار کرل او یا به یې روزانه مزدوري کوله، خو اوس په شنه خونو کې په مزدورۍ لګیا دی: "مخکې به مې روزانه کوله او یا به مې کوکنار کرل، خو اوس په دې شنو خونو کې مزدوري کوم او د خپلو بچيانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوم."

شاه ولي هم یو له هغو کسانو څخه دی چې اوس کوکنار نه‌کري او دولت شنه خونه ورته جوړه کړې ده.

ده ازادي راډيو ته وویل چې شنې خونې ډېرې ګټورې دي او بايد دولت نورو بزګرو ته هم شنې خونې جوړې کړي: "مخکې په ارزګان ولایت کې له کوکنارو کرلو پرته بل کار نه و، خو اوس ډېر خوشحاله یو چې دولت شنې خونې راته جوړې کړي، له دولته مې غوښتنه دا ده چې دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي. د تریاکو ګټه دومره نه وه لکه ستړیا چې يې ډېره وه، اوس د شنو خونو حاصلات او عواید تر تریاکو ډېر دي."

د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په‌دې ولایت
کې شنو خونو ښه نتیجه ورکړې او د کوکنارو ښه بدیل دی.

د دې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې شنو خونو دا ولایت د سبزيو په برخه کې بسیا کړی دی: "موږ چې په‌دې اړه څېړنه کړې او يا مو د شنو خونو له خاوندانو څخه پوښتنه کړې، هغوی ویلي چې له شنو خونو څخه یې ښه ګټه تر لاسه کړې ده. دوی له غټو شنو خونو څخه په کال کې نږدې يو ميليون افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې دا د یوه بزګر لپاره ډېر عواید دي."

ښاغلي خیري زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د زراعت ریاست او د اقلیم تغیر پروژې په ارزګان ولایت کې ۱۳۵ لويي او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي او پلان لري چې دا ډول نورې شنې خونې هم جوړې کړي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG