د افغان دولت تازه څېړنې ښيې چې افغانستان ته د کېمیاوي نشهيي موادو د قاچاقو له ډېرېدو سره یو ځای د هغو پرې کرسرونو او کېمیاوي موادو قاچاق هم ډېر شوی چې د هیروئینو په جوړېدلو کې کار ځینې اخېستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د سازمان په تازه راپور کې هم راغلي چې د نشهيي موادو د تولید او قاچاقو بهير او وضعيت پېچلی شوی دی، له همدې امله باید د ګټورې مبارزې لپاره د دولتونو ترمنځ همغږي ډېره او د دولتي او نادولتي ادارو ظرفیت لوړ کړل شي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد وايي، د تېرو کلونو په پرتله د افغان دولتي ادارو ظرفیت لوړ شوی چې په نتيجه کې يې له افغانستان څخه بهر ته د تریاکو د قاچاقو کچه ټیټه شوې، خو له نورو هېوادونو څخه بيا افغانستان ته د کیمیاوي او مصنوعي نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
دی زیاتوي: "د تېرکال په پرتله د ښیښې قاچاق ډېر شوی چې پهدې برخه کې لاسته راوړنې او د دې ډول نشهيي موادو نیول هم ډېر شوي دي. پخوا په سرحدي سیمو کې د هیروئینو او مورفینو نیولو دا ښودله چې دا مواد په افغانستان کې جوړېږي، خو اوس څېړنې او شمېرې ښيې چې د نشهيي موادو د تولید ځای بدل شوی او له افغانستانه نورو هېوادونو ته د نشهيي موادو قاچاق هم کنټرول شوی دی."
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا «UNODC» له نشهيي موادو سره مبارزه په هغه صورت کې ګټوره بولي چې دولتونه حساب ورکړي او د روغتیايي او اجتماعي خدماتو داسې معياري ادارې ولري چې د عدالت ترڅنګ د نشهيي موادو له امله زیانمنو شويو افغانانو ته روغتیايي خدمات هم ورسوي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د افغانستان امنیتي ادارو یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ۳۲۱ کسان نیولي دي. له دې ډلې څخه ۲۹۳کسان یې له یوه څخه نيولې بيا تر دېرشو کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه مېرزا محمد یار مند د نشهيي موادو د قاچاقو او استعمال په برخو کې دولتونه او نړیوالې ادارې په بېغورۍ تورنوي او زیاتوي چې دې ادارو له نشهیي موادو سره مبارزې ته لومړیتوب نهدی ورکړی او مبارزه یې د عمل پر ځای یوازې د عکس العمل بڼه لري.
دی زیاتوي: "د نشهيي موادو قاچاق د هرکال په تېرېدو سره ډېرېږي، په ځانګړي ډول دا خبره د يادولو وړ ده چې موږ د نشهيي موادو د وقایې پروګرامونه نهلرو. دلته څو موضوعات مهم دي چې بايد نړیواله ټولنه پام ورته وکړي:
- لومړی دا چې بايد نړیوال مارکېټ یې وتړل شي.
- دوهم دا چې بايد په نړیواله کچه یې غوښتنه راکمه کړل شي چې په میلیونونو ډالر افغانستان ته را نهوړل شي."
تېرکال په کابل او اسلاماباد کې دوه کنفرانسونه جوړ شول چې په هغو کې د سیمې کارپوهانو د سیمې په کچه له نشهيي موادو سره د مبارزې د ستراتيژۍ پر یوه طرحه بحث کړی و، خو دې بحث نتیجه ورنه کړه او ستراتیژي جوړه نه شوه.
ښاغلی یارمند وايي چې د افغانستان د نشهيي موادو له امله ګاونډيو هېوادونو ته هم زيان رسېږي، خو بیا هم ګاونډي هېوادونه لېوالتيا نهلري چې له افغانستان سره په ګډه د نشهيي موادو پر ضد مبارزه وکړي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: