د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د تهاجمي عملیاتو په پیلولو سره د دفاع وزارت له‌خوا د زیاتو سیمو د نیولو ادعا


ارشیف، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال, 03 March 2019
ارشیف، د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال, 03 March 2019

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت سره په ښې هم‌غږۍ یې په وسله‌والو مخالفانو تهاجمي حملې زیاتې کړي او د دې عملیاتو په نتیجه کې يې زیاتې سیمې له وسله‌والو نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې پر وسله‌والو مخالفینو په هرو ۲۴ ساعتونو کې څو پلان شوي هوايي، ځمکني او کمانډويي عملیات ترسره کېږي: "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس له دفاعي، تهاجمي حالت ته تللي، دغه وضعیت د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست د ښې هم‌غږۍ په نتیجه کې رامنځته شوي."

دی وايي، د تهاجمي عملیاتو په نتیجه کې د غزني ده‌یک او خواجه عمري ولسوالۍ او همدا شان د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

دفاع وزارت وايي چې دا مهال شااوخوا ۲۲ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي چې د بیا نیولو لپاره‌یې منظم پلان چمتو شوی چې په پلي کېدو سره به‌یې یو شمېر ولسوالۍ ډېر ژر ونیول شوي.

ارشیف، د پکتیا یو شمېر وسله‌وال طالبان، دفاع وزارت وايي چې دا مهال شااوخوا ۲۲ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي, July 18, 2017
ارشیف، د پکتیا یو شمېر وسله‌وال طالبان، دفاع وزارت وايي چې دا مهال شااوخوا ۲۲ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې دي, July 18, 2017

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې په تهاجمي عملیاتو کې د افغان سرتېرو تلفات کم او برعکس د وسله‌والو مخالفانو زیات شوي دي.

ازادي راډیو له هڅو سره سره ونه‌توانېده د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد غبرګون ولري، خو د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون انتقاد کوي او وايي چې د سختو عملیاتو په پایله کې له دښمن څخه نیول شوې سیمې په اسانۍ پرېښودل کېږي.

د دغه کمېسیون رئیس هاشم الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "دوی یوازې د ولسوالۍ ودانۍ نیسي، نورې سیمې د طالبانو په لاس کې وي، دوی له ولس سره هم‌غږي نه‌لري، کله چې سیمې ونیسي، یوه دوه ورځې هلته وي او بیا نیول شوې سیمې بېرته طالبانو ته پرېږدي."

ښاغلی الکوزی سپارښتنه کوي کله چې ولسوالۍ او ستراتېژيکې سیمې له وسله‌والو طالبانو نیول کېږي، د ساتلو او په سیمه کې د امنیت خوندي کولو لپاره دې منظم ځواکونه ځای پر ځای کړي.

بل‌خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نوي پلان له مخې هغه سیمې چې له وسله‌‌‌والو مخالفینو نیول کېږي، هلته د ښه امنیت په هدف د اړتیا وړ ځواکونه ځای پر ځای کېږي.

XS
SM
MD
LG