د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

کرکټ: بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې


ارشیف، د خوست لوبغالی
ارشیف، د خوست لوبغالی

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې.

د سمنګان لوبډلې په ٤٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٣ منډې وکړې.

د سمنګان د ١٧٤ منډو هدف بغلان لوبډلې په ٣٩ اورونو او د ١ وېکټې په سوځېدو سره ترلاسه کړ.

په‌دغه لوبه کې بغلان په ٩ وېکټو بريا ترلاسه کړه او رحمت‌الله د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو چې ناسوځېدلی یې ٨٣ منډې کړې وې.

د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG