د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

وکیلان بیا هم ونه توانېدل څو د ولسي جرګې رئيس وټاکي


د ولسي جرګې تالار
د ولسي جرګې تالار

د ولسي جرګې غړي د درېیم ځل انتخاباتو په کولو سره بیاهم ونه توانېدل چې خپل رئیس وټاکي.

د دغې څوکۍ لپاره نوي غړي کاندید و، د جرګې غړیو ورته د درېیم ځل لپاره رأی وکارولې، خو د انتخاباتو په لومړي او دوهم دور کې یو کاندید هم پنځوس جمع یو رایه پوره نه‌کړه.

په‌دې دور کې خان اغا رضايي، خان محمد وردک ، عبدالستارحسیني او صیدیق احمد عثماني کاندیدان وو.

په دوی کې خان اغا رضايي او خان محمد وردک د اتنخاباتو دوهم دور ته لاړل چې په نتیجه کې يې رضايي ۸۴ او خان محمد وردک ۱۰۵ رای خپلې کړي، خو یو هم وړونکی نه‌شو.

د جرګې مؤقت رئیس ملک قیس نوراغا وویل:"له اصولو سره سم د مېر رحمان رحماني د رایو فیصدي ۴۹.۷۹ او د خان محمد وردک د رایو ۴۵.۴۵ ده، نو دغه دوه غړي راتلونکي مرحله کې ریاست ته کاندید دي او رای ګیري به وکړي."

د ویلو ده چې د انتخاباتو په درېیم دور کې نصاب ۲۳۱ و او هر کاندید چې ۱۱۶ رای یعنې پنځوس جمع یو پوره کړی وای، بریالی ګڼل کېده.

په‌دې دور انتخاباتو کې ۳۸ رای باطلې او ۴ سپینې وې.

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره د جرګې د کورنیو دندو د اصولو له اتمې مادې له مخې، تر درې ځلي پورې انتخابات ترسره کېږي.

خو که په‌دغو درې ځلو انتخاباتو کې بیا هم کوم کاندید ونه توانیږي چې د حاضر اکثریت رای خپلې کړي، انتخابات به د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ چې د انتخاباتو په بېلابېلو مرحلو کې یې ډیرې رای وړي، ترسره کېږي او وړونکی به هغه کاندید وي چې د حاضر اکثریت رای خپلې کړي.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو د دغې مادې له مخې که یو کاندید هم د حاضر اکثریت رای خپلې نه‌کړي، دغه دوه کاندیدان چې ډېرې رای یې وړې د تأیید یا رد لپاره علني رایګیري ته وړاندې کېږي.

تراوسه څرګنده نه‌ده چې د خان محمد وردک او مېر رحماني ترمنځ انتخابات به د پنجشنبې په ورځ وشي او که په راتلونکې اوونۍ؟

مېر رحمان رحماني د انتخاباتو په لومړي دور کې ۱۲۳ رای وړې وې.

XS
SM
MD
LG