د لوګر ولايت چارواکي وايي د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول.
د دغو پنځو ښوونځيو دروازې د ازادي راډيو تر راپورونو وروسته نن د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوې.
ځايي اوسېدونکو دغه ښوونځي د شنبې په ورځ د اعتراض په ډول وتړل.
دوى شکايت درلود چې د استوګنې سيمو تهيې نږدې امنيتي پوستې جوړې شوي چې ورسره د دوى ورځنى ژوند ګډوډ شوى دى.
د لوګر د پوهنې رئيس عبدالوکيل کليوال نن ازادي راډيو ته وويل، دغه ښوونځي تر تفاهم وروسته بېرته پرانیستل شول: "د سيمې د خلکو په همکارۍ مو جرګې او مرکې وکړې. سر له نننهيې اجازه ورکړه او ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شول. دا اوس پهکې په نورمال ډول د تدريس بهير روان دى."
د پوهنې رئيس وايي، له دوى سره ژمنه وشوه چې دغه امنيتي پوستې به ليرې کېږي.
ويل شوي چې په دغو ښوونځيو کې شااوخوا ٢٥٠٠ زدهکوونکي ليک لوست کوي.
تر دې مخکې د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې هم په همدغسې اعتراض کې د ٨ ښوونځيو دروازې تړل شوې وې. هغه ښوونځي هم د ازادي راډيو تر راپور وروسته بېرته پرانیستل شول.