د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

کورنیو چارو وزارت: افغانستان کې پلان شوي جرمونه ۶۰ سلنه کم شوي


ارشیف، د افغانستان د پولیسو له‌خوا د یو شمېر مجرمینو نیول. May 29, 2017
ارشیف، د افغانستان د پولیسو له‌خوا د یو شمېر مجرمینو نیول. May 29, 2017

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په ټول هېواد کې پلان شوي جرمونه ۶۰ سلنه او یوازې په کابل ښار کې ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۸ پلان شوي مجرمان نیول شوي دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه: "په ټیټه او لوړه کچه پر پلان شويو مجرمانو، د مصونیت کړۍ تنګه شوې ده، یو شمېر مجرمین د پولیسو له‌خوا نیول شوي او ډېری له سیمو نه وتلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې د ورځې په سهار عبدالحمید خراساني د پولیسو له‌خوا د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، خراسانی د هېواد په سطح "لوی او خطرناک مجرم و" او په داسې حال کې ونیول شو چې په غازي ستډیوم کې د جمهوري ریاست د معترضو کاندیدانو غونډي ته روان و.

نصرت رحیمی سخنگوی وزارت داخله افغانستان
نصرت رحیمی سخنگوی وزارت داخله افغانستان

د کورنیو چارو وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل، خراساني د دغه وزارت د مجرمینو په هغه لېست کې و چې څو ځلې یې له پولیسو سره نښته هم کړې وه.

د رحیمي په خبره "خراساني د وړو سوداګرو، دکاندارانو او تېل پلورونکو نه د پیسو په اخیستلو، څو سړي تښتونو، غلاګانو، زور ویلو او د هېواد د بیرغ په سوځولو" کې لاس درلود.

رحیمي وویل د ده دوسیه به ډېر ژر بشپړه او لویې څارنوالۍ ته ولېږل شي.

ده دا هم وویل، د هېواد د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې په هیواد کې ۷۰ فیصده ځان وژونکې حملې هم کمې شوې دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوهان وايي، ډېر مجرمین فعال دي او له دې امله پیدا شوې اندېښنې ډېرې دي.

صدیق ساحل وايي: "لنډه‌غر، سړي تښتوونکي، سړي وژونکي او جنایتکاران همدا اوس په ډېری ولایتونو کې فعال دي. مجرم په دروازه تحقیق ته ننوځي او تېښتې ته‌یې د کړکۍ له لارې زمینه برابرېږي."

ښاغلی ساحل سربېره پر دې چې د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي وايي، له دغه ناوړه وضعیت نه د وتو لپاره باید، په کشفي او امنیتي ارګانونو کې، د امنیتي او نظامي متخصصینو ګمارلو ته ډېر پام وشي.

XS
SM
MD
LG