د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۴

د فوټ‌سال لوبډله د ۲م مقام د ترلاسه کولو وروسته کابل راستنه شوه

د فوټ‌سال لوبډله
د فوټ‌سال لوبډله

د افغانستان د ۲۰ کلونو کم عمره د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د دوهم مقام د ترلاسه کولو وروسته نن د سې شنبې په ورځ کابل راستنه شوه.

د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د فوټ‌سال افغان لوبډله نن سهار د حامد کرزي په هوايي ډګر کې راښکته شوه او د ښه راغلاست لپاره‌يې پراخه ترتیبات نیول شوي وو.

دی وايي: "د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه، د دوی د هڅونې لپاره یوه پراخه غونډه هم جوړه شوې وه."

د اسیا د فوټ‌سال جام په سږنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.

د دغو لوبو په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ وو چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې دا سیالۍ بایلوده.

افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه، خو له ایرانه‌یې ماته خوړلې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټ‌سال په اسیايي سیالیو کې دوهم مقام خپلوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG