د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

پوهنې وزارت: ښوونځي به د انتخاباتي بهیرونو په واک کې نه‌وي


په ۳۷۱ مرکزونو کې نن یکشنبه انتخابات پیلېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

د پوهنې وزارت وايي، حاضر نه‌دی چې وروسته له دې ښوونځي د سیاسي بهیرونو په ځانګړي ډول انتخاباتو په واک کې ورکړي.

د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، دغه کار له مالي او مسلکي پلوه، د افغانستان معارف ته زیان رسوي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته‌یې، د ښوونځیو د کارولو پر ځای، بدیلې طرحې ورکړې دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

نوموړې وايي: "موږ د حکومت مشرتابه او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته یوه طرح وړاندې کړه چې یو بدیل ومومي. دغه مناسب بدیل کېدای شي؛ جوماتونه وي، پوهنه باید په سیاسي بهیرونو کې دخیله نه‌شي. موږ تمه لرو چې انتخاباتي کمېسیونونه د نورو دولتي بنسټونو په همکارۍ، د معارف بدیل پیدا کړي چې موږ زیانمن نه‌شو."

که څه هم د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته ۴ میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، تر اوسه پورې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو او رأی ورکولو لپاره د ښوونځیو له کارولو پرته بله لاره نه‌ده موندلې.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۲۳ زره ښوونکي د انتخاباتو د مؤقتو کار کوونکو په توګه ګمارل شوي وو او په ټول هېواد کې له څه باندې ۵۰۰ ښوونځیو نه، د رأی ورکولو د مرکزونو په توګه کار اخیستل شوی وو.

اوس د پوهنې وزارت وايي، په‌دغو انتخاباتو کې د ځاني ګواښونو ترڅنګ، یاد وزارت ته له ۳۰ میلیونو افغانیو زیات مالي زیان رسېدلی او وروسته له دې اجازه نه‌ورکوي چې په سیاسي بهیرونو کې له ښوونځیو کار واخیستل شي.

اغلې نزهت وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو ښوونکو تنخواګانې هم چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې د مؤقتو کارکوونکو په توګه کار کړی، تر اوسه نه‌دي ورکړي.

د دې په خبره اوس چې دغه وزارت د درسي ټولګیو د کموالي له ستونزې سره مخ دی، نه‌غواړي چې د ښوونې او روزنې نظام ته نور زیان ورسېږي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د تقویتي نوم ثبتولو په ورځو کې ځیني مرکزونه د پوهنې د وزارت له‌خوا تړلي پاتې شول چې دغه کار په ځینو ولایتونو کې کمېسیون ته ستونزې پېښې کړي.

د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات
د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح الله سادات

د دغه کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات وايي، له ښوونځیو نه د رأی ورکونې د مرکزونو په توګه د استفادې په اړه له پوهنې وزارت سره هوکړې ته رسېدلي دي: "له ښوونځیو نه د انتخاباتو پر ورځ د کار اخیستلو موضوع حل ده. موږ مننه کوو چې د پوهنې وزارت د تقویتي نوم‌لیکنې په ورځو کې موږ ته ښوونځي راکړل او همکاري یې وکړه."

په‌داسې حال کې چې د پوهنې وزارت تصمیم نه‌لري چې ښوونځي د انتخاباتي پروسې په واک ورکړي، ښاغلی سادات وايي د رأی ورکوونکو د نوم ثبتولو د نېټې تر پای ته رسېدو پورې دغه ستونزه هم هوارېږي.

د ده په خبره له پوهنې وزارت سره دې هوکړې ته رسېدلي چې د ولسمشریزو انتخاباتو په ورځو کې د ښوونځیو دروازې د رأی ورکوونکو پر مخ خلاصې وي.

XS
SM
MD
LG