د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناټو تړون ۴۱ غړو او شریکان روانه اوونۍ د بروکسل پلازمېنه بلجیم کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه بحث کوي.
د ناټو ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې د دغه سازمان په مقر کې ترسره کېږي.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي د ناټو دفاع وزیرانو د بحثونو د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په اړه په ناسته کې تمه کېږي چې زموږ دفاع وزیران یوه سولهییز جوړجاړي ته د رسېدو په خاطر د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅو یو وار په بشپړه توګه ملاتړ وکړي. ترڅنګیې تمه ده چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې اوږد مهالې ژمنې بیا نوې کړي، په خاصه توګه د افغان پوځیانو او امنیتي ارګانونو د لا پياوړتیا او پراختیا په برخه کې."
کزالي زیاته کړه چې د افغانستان ترڅنګ د ناټو دفاع وزیران د دغه تړون د دفاعي لګښتونو او هم د منځنۍ کچې د اټمي ځواکونو د تړونونو په اړه بحث کوي.
کزالي وویل، د امریکا او روسیې ترمنځ د سړې جګړې د وخت دا تړون په بد وضعیت کې دی.
هغه زیاته کړه چې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې به له روسیې وغوښتل شي، څو د دغه تړون رعایتولو ته غاړه کیږدي: "خو د داسې یوه کار لپاره روسیه باید ځیني راکټونه او راکټ لانچرې د اګست تر دوهمې لهمنځه یوسي، خو هېڅ داسې نښه نهګورو چې روسیه دې بیا د دغه تړون رعایت ته غاړه کېږدي."
واشنګتن او مسکو د ۱۹۸۷ میلادي کال د منځنۍ کچې اټمي ځواکونو په تړون کې خپل ګډون سږ کال وځنډاوه.
په فبروري کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مسکو د یوه راکټي سیستم د نصب په خاطر د تړون په ماتولو تورن کړ. روسیې دا تورونه رد کړل.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي وايي، پهدې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو لوړپوړی ملکي استازی نیکلاس کې، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازي برخه اخلي.
لندن مېشتی سیاسي کارپوه ولي اریا وايي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې او د میزان په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو په څېر له شته ننګونو سره سره ناټو به په دې برلاسې وي چې په دغه هېواد کې د سولې په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
ولي اریا ازادي راډیو ته وویل: "پهدې مرحله کې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې ډاډ حاصل شي چې د طالبانو ټول مخالفین هم افغانان او هم غیر افغانان پهدې سلا وي چې د قوت له دریځه له طالبانو سره خبرې وکړي. ناټو د یوه اتحاد په توګه پهدې برخه کې ښه کار کولای شي."
ناټو او شریکانو یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بروکسل په ناسته کې ژمنه وکړه چې افغان پوځیان به تر ۲۰۲۴ کاله تمویلوي.
د افغان پوځیانو د تأمین لګښت پنځه میلیارده ډالره اټکل کېږي چې ډېره برخهیې متحده ایالات ورکوي.
ناټو او ملګري یې افغان پوځیانو ته د درېیو صندقونو له لارې پیسې ورکوي. یو یې د ملي اردو د مرستو صندوق دی.
ناټو وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال د مې تر نیمايي پورې مرستندویه هېوادونو له دغه صندوق سره دوه میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
- د لارې د سر خنډونه
د ملاتړ او ډاډګېرنې ترڅنګ ځینې ستونزې هم موجودې دي. پهدې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو یوې څارونکې ادارې ویلي چې د څار کمي د افغان پوځیانو پرمختګ پڅ کړی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د جون په ۲۰مه کانګرس ته خپل ۲۱۰ مخیزه راپور ولېږه.
په راپور کې راغلي چې متحده ایالاتو پر افغان ځواکونو نږدې ۸۴ میلیارده ډالره مصرف کړی دی، خو په دوام کې دا ویل شوي چې د افغان پوځیانو په لیکو کې د تلفاتو او له دې پوځ د سرتېرو د تېښتې کچه لا هم لوړه ده او دا چې دا پوځیان د ادارې، همغږۍ او تدارکاتو په برخه کې ستونزې لري.
د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: "په افغانستان کې د امنیتي برخې سره د مرستو هڅې د متحده ایالاتو د پوځ او د امریکا د سفارت ترمنځ د روښانه ارتباطاتو د کمښت په خاطر له خنډ سره مخ شوي دي."
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي هم دا ستونزه مني.
دی وايي، د افغانستان د روانې وضعې د ښهوالي او د افغان پوځیانو د لا تقویت او پرمختګ لپاره هڅې کېږي.
ناټو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې خپل محارب مأموریت پای ته ورساوه.
له هغه وخت راهیسې افغان پوځیانو سخته هڅه کړې چې طالب ترهګر د افغانستان کوم ولایت نیولو ته پرینهږدي.
متحده ایالات په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره پوځیان لري. ګڼ دا پوځیان د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د افغان پوځیانو په مشورې، روزنې او مرستې بوخت دي.
د امریکا متحده ایالاتو ځیني پوځیان بیا د طالب اورپکو او داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.
ټول ټال په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو شمېر څه باندې ۱۷ زرو ته رسېږي.
- د سولې د هڅو زیاتوالی
د افغان پوځیانو د پیاوړي کولو ترڅنګ متحده ایالاتو په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف هڅې هم زیاتې کړې دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تر اوسه څو واره د طالب اورپکو له لوړپوړو مشرانو سره خبرې کړي، څو دا ډله سولې ته وهڅوي.
هغه تازه په خپل ټویټر لیکلي راروانه شنبه چې د جون ۲۹مه کېږي له طالبانو سره د خبرو راتلونکی دور پیلوي.
له دې مخکې دواړو لورو ویلي چې د دوو مهمو مسایلو پر مسودې موافقې ته رسېدلي:
- له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل
- او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې امنیتي ضمانتونه.
خو خلیلزاد بیا ویلي، ترڅو چې په ټولو مواردو موافقه نهوي شوي په هېڅ شي موافقه نهکېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد بیا وایي:
- له افغان خاورې د ترورېستانو د نهکارونې ډاډ.
- له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.
- سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د بینالافغاني خبرو پیل.
- او دایمي اوربند د ده لپاره څلور مهم اهداف دي.
د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره له مخ په زیاتېدونکو هڅو سره سره بیا هم د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د اوربند لپاره هیلهمندۍ سړې کړې او یو ځل بیا یې افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې.
تمه ده افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه اسلاماباد ته سفر وکړي.
هغه مخکې له مخکې هیله ښودلې چې د سولې په برخه کې همکاري وکولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلونو بېباوري ځای ونیسي.
تازه پاکستان د افغانستان د سولې په اړه د یوې ناستې کوربه هم و.
پهدې ناسته کې چې د لاهور پروسې نوم ورکړل شوی و د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور د احیا کولو د غوښتنې تر څنګ وویل: "پاکستان له داسې یوه افغانستان ملاتړ کوي چې له خپل ځان او خپلو ګاونډیو سره په سوله کې وي."