د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

افغانستان د کرکټ نړیوال جام کې خپله اوومه پرلپسې ماته تجربه کړه


Afghanistan bowler Hamid Hassan sends down a delivery to the Scotland batsman
Afghanistan bowler Hamid Hassan sends down a delivery to the Scotland batsman

د افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپله اوومه پرلپسې ماته تجربه کړه.

افغان ټیم نن د دوشنبې په ورځ له بنګله‌دیش سره مخ شو چې د ٦٢ منډو په توپیر ماته وخوړه.

بنګله‌دیش د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٣ منډې هدف وټاکه، خو ټول افغان لوبغاړي یې په ۲۰۰ منډو اوټ شول.

بنګله‌دیش د ٢٠١٥ میلادي کال په نړیوال جام کې هم افغانستان مات کړی و.

د افغان لوبډلې راتلونکې لوبه را روانه شنبه د جون نهه ویشتمه له پاکستان سره ده.

افغانستان یوه بله وروستۍ لوبه هم لري چې هغه به له ویسټ انډیز سره وي.

د ٢٠١٩ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د انګلستان او وېلز په کوربه‌توب روان دی.

پرون یکشنبه پاکستان د ۴۹ منډو او اوو لوبغاړو په سوځېدو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG