د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

عبدالله: معلولو او د شهیدانو له وارثینو سره د همکارۍ عملي ګامونه دې واخېستل شي


د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرئیه رئیس وايي، اړوندې ادارې باید د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو له وارثینو سره د همکارۍ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم په اړوندو ادارو ټينګار کوي چې د معلولیت لروونکو وګړو او د شهیدانو له وارثینو سره مرستې وکړي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د افغانستان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري ۳۵ دولتي ادارو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک پرمهال وویل، په‌دې برخه باید عملي ګامونه واخېستل شي.

ده وویل: د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول باید یوازې د کاغذ پرمخ نه‌وي، باید د دوی پر وړاندې مسؤلیت ادا او د توانمندۍ لپاره یې کار وشي چې د دې لپاره باید هر اړخیز پروګرامونه پلي شي.

د غزني ولایت اوسېدونکې ۲۷ کلنه صبرۍ اندړ وایي، دا د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه چې ګوزڼ ترې د پښو توان واخېست چې اوس د ویلچیر په مرسته ګرځي.

افغان ښځينه معلوله صبرۍ اندړ
افغان ښځينه معلوله صبرۍ اندړ

اغلې اندړ وايي، حکومت د معلولیت لروونکو وګړو لپاره د پام وړ کار نه دی کړی او زیاتوي: په جګړه ځپلي هېواد کې معلولیت لروونکي وګړي هم ګڼې ستونزې لري، حکومت د پام وړ کار نه دی کړی، ډېرې ناخوالې دي، معلولیت باید له انزوا، ګوښه توب او له روانو ستونزو وژغورل شي، له معلولینو او د شهیدانو له کورنیو سره باید مرسته وشي، دوی باید په ټولنه کې مدغم شي او ورته ټولنیز عدالت تامین کړي.

دا وايي، په ټولنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې او په وینا یې چې د معلولیت لروونکو وګړو په وړاندې باید عامه ذهنیت بدلون ومومي.

دې زیاته کړه: د معلولیت لروونکو وګړو په وړاندې په ټولنه کې لاهم منفي ذهنیتونه موجود دي چې باید بدلون ومومي، تر اوسه پورې د پام وړ عامه پوهاوی نه دی شوی او باید اړین کارونه ترسره شي.

اغلې اندړ وایي، سره له دې چې د ټولنې یو شمېر خلکو د کمزورۍ احساس ورکړی، خو معلولیت یې هېڅ وخت د پرمختګ مخه نه ده ډب کړې.

دې په عامه اړیکو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه دا ده چې وزارتونه، خپلواکې ادارې او کمېسیونونه مسؤل دي چې د خپلو امکاناتو پر بنسټ معلولیت لروونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د ځان بسیاینې، ټولنیز مشارکت، د ستونزو په ګوته کولو، زده کړو او ټولنیز ژوند د بدلون لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG