د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۶

د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله کابل ته راځي

د فوټ‌سال تر شل کلنو کم عمره اتلولیزو لوبو کې د افغان ټیم
د فوټ‌سال تر شل کلنو کم عمره اتلولیزو لوبو کې د افغان ټیم

ټاکل شوې چې د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله سبا کابل ته راستنه شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسول شفیع شاداب نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فوټ‌سال افغان لوبغاړي به سبا سې شنبه سهار د کابل په هوايي ډګر ښکته شي او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي دي.

نوموړي وویل چې د ښه راغلاست په‌دې مراسمو کې به عام افغانان هم ګډون ولري.

د اسیا د فوټسال د اتلولي سیالۍ د اسیا د دولسو لوبدلو ترمنځ پیل شوې وې چې افغانستان يې دوهم مقام خپل کړ.

په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ و چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې سیالۍ بایلوده.

افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ماتې ورکړې وه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي سیالیو کې دویم ځای ته رسېږي.

بل‌خوا د افغانستان د فوټ‌سال د ملي لوبډلې لوبغاړی مهدي نوروزي د ایران د فوټ‌سال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي نوروزي د یو کال لپاره د ایران د فوټ‌سال په غوره‌لیګ سیالیو کې د مقاومت البرز په لوبډله کې لوبیږي.

یاده لوبډله د ایران د فوټ‌سال د غوره لیګ سیالیو ښه لوبډله بلل کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG